ښار دى کورونو ته دېوال ښه دى
په خپلو زړونو باندې خيال ښه دى
زمونږ چنار کې مرغو ځالې کړي
ستاسو چنار کې ياره ټال ښه دى
هسې په زړه کې د غم زېلې کېږي
اوس ، خو په مينه کې زوال ښه دى
پرې خپه کېږه مه پښېمانه به شې
د ښار په مينه کې جنجال ښه دى
ساحله چاته د زړه غم مه وايه
هرچاته وايه زما حال ښه دى
23.11.2011
- احمد بختيارساحل
هرڅوک له ماسره ياري په خپله خوښه کويزما د زړه ذمه واري په خپله خوښه کويهغه چې څنګه غداري په خپله خوښه کويهغه بيا دغه شان زاري په خپله خوښه کويخير دى له ماسره دې دغه شان سودا نه کويڅوک چې د زړونو جواري په خپله خوښه کويما تل مدام ورته منت کړى زاري کړې دهماشوم زړګى دى مزدوري په خپله خوښه کويدا خلک ولې د ولس يوه خبره نه اوري ؟دا خلک ولې باداري په خپله خوښه کويچې د هر سوي رژيدلي زړه تسل پرې کېږيساحل تر...
30.11.2011
- احمد بختيارساحل
په دې هم پوى نه يو چې څه به کووڅه چې کوو زړګيه ښه به کوود ښار له جونو نه ، خو نه خلاصيږوپرېکړه مو کړې ده واده به کووکه د مغل په خاوره هم دېره شوونو عادتونه پښتانه به کووته کور راضي کړه زه به ځان بدل کړمچې مينه پالو ياره زړه به کووزړونه په خپلو کې وېشو لاليهپه ښار کې ژوند کوو ، نو خوله به کووساحله شنې دې ګوره خون ونه کړيسترګې به تورې کړو رانجه به کوو...