هرڅوک له ماسره ياري په خپله خوښه کوي
زما د زړه ذمه واري په خپله خوښه کوي

هغه چې څنګه غداري په خپله خوښه کوي
هغه بيا دغه شان زاري په خپله خوښه کوي

خير دى له ماسره دې دغه شان سودا نه کوي
څوک چې د زړونو جواري په خپله خوښه کوي

ما تل مدام ورته منت کړى زاري کړې ده
ماشوم زړګى دى مزدوري په خپله خوښه کوي

دا خلک ولې د ولس يوه خبره نه اوري ؟
دا خلک ولې باداري په خپله خوښه کوي

چې د هر سوي رژيدلي زړه تسل پرې کېږي
ساحل تر اوسه شاعري په خپله خوښه کوي