چې په سپينه ورځ اوبه درباندې شيندي
ته به څه وکړې چې زړه درباندې شيندي
دې ناځوانه پښتنو ته حق حيران يم
مينه وړي پښتانه درباندې شيندي
سپينه شپه سپينې خبرې سپينه واوړي
چې درغاړې شي وېښته درباندې شيندي
د مور اوښکې ملغلرو نه سېوا شي
چې له کوره ى په واته درباندې شيندي
مينه نه کوي ساحله ياره سم شه
د ښار ښکلي دي ماغزه درباندې شيندي
19.11.2011
- احمد بختيارساحل
يخې سيلۍ ته شه خوله واخلهراجګ بلۍ ته شه خوله واخلهزما شړۍ ته شه خوله واخلهسپينې سپوږمۍ ته شه خوله واخله ؛د کلا سيوري ته مې مه بيا يه ډارنه+++++++++هسې نه پاتې شې له مانهلاس دې اوباسه له ګرېوانهګوره چې نه شې بې ايمانهله تورو څنګ مه کړه جانانهځوانان په سرو تورو ورځي جونه ګټينه++++++++تا خو ويل چې زما زړه يېزما کوژده زما واده يېقسم کوم د بل چا نه يېجانانه ويښ يې که ويده يېستا تر کوټې مې لاس تړلې تېروي...
23.11.2011
- احمد بختيارساحل
هرڅوک له ماسره ياري په خپله خوښه کويزما د زړه ذمه واري په خپله خوښه کويهغه چې څنګه غداري په خپله خوښه کويهغه بيا دغه شان زاري په خپله خوښه کويخير دى له ماسره دې دغه شان سودا نه کويڅوک چې د زړونو جواري په خپله خوښه کويما تل مدام ورته منت کړى زاري کړې دهماشوم زړګى دى مزدوري په خپله خوښه کويدا خلک ولې د ولس يوه خبره نه اوري ؟دا خلک ولې باداري په خپله خوښه کويچې د هر سوي رژيدلي زړه تسل پرې کېږيساحل تر...