يخې سيلۍ ته شه خوله واخله
راجګ بلۍ ته شه خوله واخله
زما شړۍ ته شه خوله واخله
سپينې سپوږمۍ ته شه خوله واخله ؛
د کلا سيوري ته مې مه بيا يه ډارنه
+++++++++
هسې نه پاتې شې له مانه
لاس دې اوباسه له ګرېوانه
ګوره چې نه شې بې ايمانه
له تورو څنګ مه کړه جانانه
ځوانان په سرو تورو ورځي جونه ګټينه
++++++++
تا خو ويل چې زما زړه يې
زما کوژده زما واده يې
قسم کوم د بل چا نه يې
جانانه ويښ يې که ويده يې
ستا تر کوټې مې لاس تړلې تېروينه
++++++++
راشه د ننګ توره دې راوړه
ياره له جنګ توره دې راوړه
څومره په شرنګ توره دې راوړه
په وينو رنګ توره دې راوړه
راشه په سرو شونډو يې زه در پاکومه
++++++++++
لاړ ورته ښويه مې زړګى شو
زړه کې مې ښخ هغه زلمى شو
پردى مې خپل خپل مې پردى شو
ماته په برېتو کې مسکى شو
مورې راوکړه اوس د صبر تاويزونه
++++++++++
ستا د ظلمونو څومره حد دى
چې دې مات کړى هر سرحد دى
ساحل دې غمر سره بلد دى
يا خو دې هسې زړګى بد دى
يا به دې بل له مانه ښه موندلى وينه
+++++++++
راشه جانانه کوکۍ واخله
له دواړو مخو موچۍ واخله
واخله دا شونډې مرۍ واخله
مانه په خوب کې خولګۍ واخله
له پېغلتوبه ارماني راغلې يمه
++++++++
دا څه نامرده مړۍ غواړي
ادکې مانه کوکۍ غواړي
له مانه خلاصې تڼۍ غواړي
يار مې په توت کې خولګۍ غواړي
زه د شاخو په سرو ځم خوله ورکوومه
+++++++++
پاڅه د خداى لپاره پاڅه
مرمه له ډېره ډاره پاڅه
زما د زړه کراره پاڅه
له خوبه ويښ شه ياره پاڅه
خولګۍ مې واخله په بانه راغلې يمه
++++++++
له زړه مې پورې اورې شور که
راباندې پوى دا کلى کور که
ما د موزي سړي اينګور که
تبۍ را واخله مخ مې تور که
د پاچا لور وم په طالب ميينه شومه
+++++++++
زه له اصيله موره نه يم
چا وېل چې زه سرتوره نه يم
ورونه مې شته بې وروره نه يم
د موزيګي د زوره نه يم
د لاس بنګړى مې خرصوي ژړا راځينه
++++++++
زما د ګل په شان هلکه
قدم په زور وهه چابکه
پلار مې غوصه مړه مې ادکه
چېرې پنا يې په غم ورکه
ما په اوښانو بدلوي تا غرقوينه
++++++++++
چې زه دې غواړمه ته څه شې
الله نه غواړمه چې ښه شې
زما څنګل باندې اوده شې
ماذديګر چېرته وې لوى مه شې
خورې ورې زلفې په بام ولاړه ومه
++++++++++
زما واړه نيسه په غېږ کې
خير دى دا وه نيسه په غېږ کې
 رڅه په زړه نيسه په غېږ کې
تينګه مې مه نيسه په غېږ کې
ستړې ستومانه له واده راغلې يمه
++++++++++
واخله د مينې توري واخله
زما له ژبې اوري واخله
سترګې مې تاته ګوري واخله
خوله مې د څټ له لوري واخله
چې خوماري سترګې په څنګ در واړومه
++++++++
ولې به خاورې درته زر کړم
هسې غمونه راپه سر کړم
يا پيغورونه ځانته کر کړم
خاورې به تاله خولګۍ درکړم
په ډال دې نشته د مصرۍ تورې وارونه
++++++++++
پېکى يې باد وهي او شوري
مخ نه يې سره رنګونه اوري
خو چې اوس ځي په کوم يو لوري
په مخکې ځي په وروستو ګوري
خلک په زور باندې په ځان مينوينه
+++++++++++
هر يو دښمن به مات په زړه کړي
د غرونو کاڼي به اوبه کړي
نامرده خلک به ساړه کړي
جانان به ولې توره نه کړي
تر نيمايي سنګره زه ورسره ځمه
+++++++++++++
که ته تر ټولو لومړنى شوې
د غليم سترګو ته اغزى شوې
قام کې ښاغلى شوې سړى شوې
که په زلمو کې بريالى شوې
قسم مې کړى د يارۍ لاس درکومه
++++++++++
نه هسې نه چې زه بې زړه شوم
سم درته ويلې شوم اوبه شوم
لا دومره نه يم چې لا څه شوم
خير دى چې جګه درته نه شوم
تر پښو مې لاندې شول د زلفو تنابونه
++++++++++

پرېږده نامرده اوس مه ژاړه
ځه خيراتونه چېرته غواړه
ورته کږه مه نيسه غاړه
اوږۍ په غاړه جينۍ لاړه
پرېږده چې لاړه مېلمنه به د چا وينه
++++++++++
زمونږ خوارانو سپېره بخت دى
او ستا له کاڼى زړګى سخت دى
راکړه همدا د خولګۍ وخت دى
پاولې دې يخ سينه دې تخت دى
چې در نېږدې شم زړه مې يخ لاندې کوينه
++++++++++
چې تېرېده هغه به هېر کړم
خپل پرهرونه به کوشېر کړم
غم به مې خپل زړګي ته ډېر کړم
پټ به د زړه دردونه تېر کړم
بې درده يار ته به ونه وايم حالونه
++++++++++
پرون په منډه لاړې پېغلې
چې در نېږدې شم ژاړې پېغلې
اخر نو څه شى غواړې پېغلې
پر تناره ولاړې پېغلې
ډوډۍ دې نه خورم د ديدن وږى دې يمه
+++++++++++
زه شرمېدمه ما ساتله
دا ستا ځواني مې ازمايله
زه مطمين نه وم ساحله
پرون مې خوله نه درکوله
نن مې رضا ده ستا صفت مې واورېدنه
+++++++++++
دښمن چې وويشت رنګ يې خړ شو
د شا ګوذار و ځانته پړ شو
په ذهني غم باندې ککړ شو
پښتون د جنګ په ډګر مړ شو
پښتنې جونې يې له وينو ږدي خالونه
+++++++++++
اول چې ځې نو شې اوتره
حال دې له حاله شي بدتره
نوره خوږه ده له اختره
پلار يې ډاکتر مور يې کوتره
لور يې ګولۍ د وړکو تبې پرې کوينه
++++++++++++
اى لېونى اى بې نذيرې
حال دې بدتر دى له اسيرې
د مور او پلار دکور وزېرې
په بلۍ مه ژاړه کاسيرې
د کشمالو څوکې دې يار رودلي دينه
+++++++++++
ماته دې خپله خوله بلا کړه
تا ، خو خېز وکه تا خو شا کړه
ورانه دې زما د زړه دنيا کړه
په بوساړه کې دې غېږ راکړه
د ګدۍ زويه له لشو دې ډکه کړمه
++++++++++
اى د پردي د باغچې ګله
ته مې خوښ نه وې له اوله
ورک شه له مخې مې پاګله
په جرمني ټوپک مې وله
خو په زخمي زړګي مې مه وهه لاسونه
++++++++++
منګى په سر له خوړه راغله
زړه زمونږ وکه تړه راغله
ختمه که خير دى شخړه راغله
په جنکو کې لوړه راغله
لکه په ونو کې خرما ولاړه وينه
++++++++++
په نيمه شپه کې راته پټ وې
يار په دوکه کې راته پټ وې
ناست وې زينه کې راته پټ وې
په دروازه کې راته پټ وې
ما د سينې ټکور کاوه ودې ليدمه
++++++++++
خېر دى جانانه ماته ګوره
د مينې دې دنياته ګوره
مخ دې راتاو که شاته ګوره
په سترګو ړوند شې راته ګوره
په چهارکنجه اوربل مې ايښي دي ګلونه
++++++++
ځان به د ګل په شان تيار کړم
واړه به غلي کړم کرار کړم
څوک به د کور کار ته ايسارکړم
په سيخکو به ځان سينګار کړم
که موټروان لالى مې سيټ ته خېژوينه
++++++++++
اوس دې په طبعه نه پوهېږم
خير دى يو څه وختې صبرېږم
که نه په اور کې يم سوځېږم
په شرم ډېر درنه شرمېږم
د زړه له حاله به دې ورو ورو خبرومه
+++++++++++
خوشاله يمه چې واده يم
مه خپه کېږه ياره ښه يم
زه درته ناسته په کاله يم
په عسکرۍ دې خپه نه يم
خداى دې سرباز کړه چې نېکنامه شم مينه
+++++++++++
الله دې ورک که لېونى شې
چې کور ته راشې مړنى شې
پلار ته مې چپ کېنې ګونګى شې
په فرانسي ټوپک سورى شې
ورور مې ولاړ و تا مې تاو کړل مړوندونه
++++++++++
اى د سپين غر د غرونو بازې
ته خو زما د زړه اواز يې
راز مې ساتى نه شې بې رازې
په کټ کې سازه شه ناسازې
د جړۍ شپه ده په امسا راغلى يمه
+++++++++++
زما په خوله زما په زړه ځه
له کوټې وځه او تر وره ځه
کله ناکله په واده ځه
په ماذديګر اوبو ته مه ځه
وړکي پړانګان دي جينۍ ماته به دې کينه
+++++++
لکه د وچې پاڼې شورم
په لاره تلى نه شمه خورم
 که د مومو په لار اورم
په مخ کې ځم په وروستو ګورم
روغه مخلوقه د زړه سر مې پاتې شونه
++++++
راځه زړه وکه او زړه راکه
خير دى په ګپ کې دې خوله راکه
 رمان پوره که واده راکه
پېزوان کودى که اوبه راکه
يو دې ثواب دى بل دې يار له تندې مرينه
+++++
ولې اوتره دې دا زړه دى
په ما دې شک لکه د غله دى
 سې مې زړه اوبه اوبه دى
پېزوان دې ما اخستى نه دى
په دوکانچه دې لوبې کړې پاتې به وينه
+++++++
کومه قسم راسره څمله
مه کوه غم راسره څمله
راشه صنم راسره څمله
په كټ كې سم راسره څمله
كه سالو لنډ شو لږ به زه در وړاندې شمه
+++++++++
مورې کمزورې آيينه يم
لا څانګه نه يم لا غونچه يم
 به رژيږمه کلچه يم
پېزوان مې لوى دى زه وړه يم
په وړکوالي کې نتکۍ مزه کوينه
++++++
ډېر زيات تاثير يې په خداى وکړ
ما دې ښه تود هر کلى وکړ
زړه مې عجيبه لوګى وکړ
تا چې کوڅه کې ټوخى وکړ
زه د موزي سره جاخۍ په جاخۍ ومه
++++++++
رقيب ته زهر شه ګنډېر شه
زما له غاړې نه چاپېر شه
 ه فدايانو کې مې شمېر شه
تر دې خوب وړي سپي راتېر شه
تر دا ملاله خوله به زه در تېره شمه
++++++++
اى د ګلاب په شان نازکې
پرېږده په کور کې دې نانځکې
نن شه را پټه له ادکې
توتان پاخه دي توت خورکې
اوس د توتانو په خاښو ګرځه ميينه
++++++++
الله دې نه کړي چې رنځور شې
زما اېډيال زما غرور شې
ته په زلميانو کې باتور شې
تور په رنجک په وينو سور شې
بې ننګه مه شې چې اغيار خوشال شينه
+++++++++++++
غوڅ په خنجر مې کورته يوسئ
سوى ځيګر مې کورته يوسئ
 وتې پرهر مې کورته يوسئ
ټکر ټکر مې کورته يوسئ
چې د ملالو جونو خوا راسړه شينه
++++++++
ته چې راځې نو ماله زړه خورې
وجود نه روح سر نه ماغزه خورې
 اور دې وشه چې هر څه خورې
ټوخى په ورو کوه سر وخورې
مور مې مېره ده اوس به نېغه ناسته وينه
++++++++
داسې به نه وايۍ چې پړ دى
يا د دنيا خلکو ته خړ دى
 ه سر زورۍ مينې ککړ دى
جانان زما په خولګۍ مړ دى
عالمه مه يې لمبوۍ شهيد به وينه
+++++++++
زړه کې مې اور کېږي لمبه ده
خدايه دا څنګه تماشه ده
قسم دى وېره راخوره ده
په سر مې سپينه لوپټه ده
خواښې مې مړه ده سخر مې بل واده کوينه
+++++++++
څه کوې اوس لکه زلمى شوې
چې راته برېتو کې مسکى شوې
ښکاري په عشق کې بريالى شوې
په سپينه ږيره لېونى شوې
په لنګوټي پورې دې بنګ تړلي دينه
++++++++
د مينې زور به درمعلوم کړم
دا کاڼى زړه به درته موم کړم
بيا به دې خپل دادا ته زوم کړم
تخت د سينې به دې په نوم کړم
که د دښمن مورچل دې دړې وړې که نه
++++++++
که رقيبان ټول سلا نه شي
نو راخوره به بلا نه شي
د مينې جنګ ، خو تنها نه شي
پام کوه وار دې خطا نه شي
د ګلو څانګه دې په سر ولاړه يمه
بس ګوزاره شوه ډېره ګرانه
وايه نور څه غواړې له مانه
 يا دې ايسار کړم له جانانه
پاس په کونړ اوره بارانه
د ننګرهار په برخه سېل دى رابه شينه
+++++++++
هسې دې جنګ ته شوى زړه دى
دا دې مقصد د بېلتانه دى
چاسره نيت دې د واده دى
بابا دې ما وژلى نه دى
چې راته نيسې د زړې ولې بندونه
+++++++
نور دې تېرېږم له صفته
هسې نه شمه خجالته
بيا به دې مړ يم له هيبته
آخر به خاورې شې صورته
که دې هرڅومره نازولى وساتمه
+++++++++++
درباندې نه راولم بنې
ګوره چې وانه وړې له ژمنې
اوس مې نيولې يې له زنې
د فارسيوان حسن مېرمنې
په پښتنه مينه مې مه کوه شکونه
+++++++++++
يو ورځ به ټول عمر اوده شم
زه به د زړه غوندې اوبه شم
غوڅ به د کبر په چاړه شم
آخر به مرم پاتې به نه شم
ته چې دا سپنه سينه ږدې په دېوالونه
++++++++++++