بيا کوم ظالم په منځ د ښار ولاړ
بيا دى د خلکو کاروبار ولاړ
مشره ! دربار دې رانه ولې تړې
زه ، خو لا يم په انتظار ولاړ
د سوال لمنې مو چا ټولې نه کړې
لا هم هر در ته يو بې شمار ولاړ
ښار دې لمبه که ښار دې وسوځاوه
پرېږده دا غرونه په کرار ولاړ
سترګو دې دومره مينه راکړه چې اوس
پاتې يم ستا د زړه په لار ولاړ
ساحله ته د چا لپاره ژاړې
يار شو ترڅنګه د اغيار ولاړ
24.10.2011
- احمد بختيارساحل
ياره په زرو نه بدليږي دا ستا ګل خبرهخير دى زما لپاره وکه په کاکل خبرهته راشه واړه کاينات دې هر کلي ته ولاړما له حواسو سره کړې د غزل خبرهچې نوم دې ياد شي خلک ټول درپسې څټ اړويلکه چې راشي خبرو کې د کابل خبرهياره چې ته زما په نېت باندې باور ولرېزمونږ ترمنځه نه ځاييږي د مغل خبرهساحله دلته مې د مينې انداز نه خوښيږيدلته پيليږي په غوصه او په کنځل خبره...
19.11.2011
- احمد بختيارساحل
يخې سيلۍ ته شه خوله واخلهراجګ بلۍ ته شه خوله واخلهزما شړۍ ته شه خوله واخلهسپينې سپوږمۍ ته شه خوله واخله ؛د کلا سيوري ته مې مه بيا يه ډارنه+++++++++هسې نه پاتې شې له مانهلاس دې اوباسه له ګرېوانهګوره چې نه شې بې ايمانهله تورو څنګ مه کړه جانانهځوانان په سرو تورو ورځي جونه ګټينه++++++++تا خو ويل چې زما زړه يېزما کوژده زما واده يېقسم کوم د بل چا نه يېجانانه ويښ يې که ويده يېستا تر کوټې مې لاس تړلې تېروي...