ياره په زرو نه بدليږي دا ستا ګل خبره
خير دى زما لپاره وکه په کاکل خبره
ته راشه واړه کاينات دې هر کلي ته ولاړ
ما له حواسو سره کړې د غزل خبره
چې نوم دې ياد شي خلک ټول درپسې څټ اړوي
لکه چې راشي خبرو کې د کابل خبره
ياره چې ته زما په نېت باندې باور ولرې
زمونږ ترمنځه نه ځاييږي د مغل خبره
ساحله دلته مې د مينې انداز نه خوښيږي
دلته پيليږي په غوصه او په کنځل خبره
26.08.2011
- احمد بختيارساحل
اى بې وفا نښې واپس راکهبيرته زما نښې واپس راکهد راز خبرې زړه کې ډوبې ساتهتنها ، تنها نښې واپس راکهنور درته جار او قربان نه وايمهبلا ، بلا نښې واپس راکهما په دوعا دوعا درکړي درتهته په ښېرا نښې واپس راکهنه مکرجنې سترګې مه لمدوهښه په خندا نښې واپس راکهچې غرونه وښويږي نه ټوليږيپرېږده سلا نښې واپس راکهساحل وړو زړونو کې نه اوسيږينه کېږي را نښې واپس راکه...
25.10.2011
- احمد بختيارساحل
بيا کوم ظالم په منځ د ښار ولاړبيا دى د خلکو کاروبار ولاړمشره ! دربار دې رانه ولې تړېزه ، خو لا يم په انتظار ولاړد سوال لمنې مو چا ټولې نه کړېلا هم هر در ته يو بې شمار ولاړښار دې لمبه که ښار دې وسوځاوهپرېږده دا غرونه په کرار ولاړسترګو دې دومره مينه راکړه چې اوسپاتې يم ستا د زړه په لار ولاړساحله ته د چا لپاره ژاړېيار شو ترڅنګه د اغيار ولاړ ...