اى بې وفا نښې واپس راکه
بيرته زما نښې واپس راکه
د راز خبرې زړه کې ډوبې ساته
تنها ، تنها نښې واپس راکه
نور درته جار او قربان نه وايمه
بلا ، بلا نښې واپس راکه
ما په دوعا دوعا درکړي درته
ته په ښېرا نښې واپس راکه
نه مکرجنې سترګې مه لمدوه
ښه په خندا نښې واپس راکه
چې غرونه وښويږي نه ټوليږي
پرېږده سلا نښې واپس راکه
ساحل وړو زړونو کې نه اوسيږي
نه کېږي را نښې واپس راکه