مونږ غږولې ده د مينې سرينده ساحله
لکه باران چې هره پېغله ورېده ساحله

هغه چې داسې په سرو شونډو خندېده ساحله
هغه د وخت په مصلحت نه پوهېده ساحله

يوې جينۍ په لار د آسپې قدمونه وهل
بله جينې له ډېره شرمه رپېده ساحله

که د خوبانو پېروزوينې وي همداسې خاورې
چېرته به پاتې شي له مونږ نه ميکده ساحله

د زړه ژورور ته پستې خبرې ښې کېوځي
چېرته غزل ساحله چېرته قصيده ساحله