واوره ورېدلې ده
تاته مې ساتلې ده

مينه دې سمباله که
زړه نه ښوېدلې ده

ښکلى يې معنا غواړي
سترګه مې وهلې ده

غره وفا راکړې ده
ښار کې مې شيندلې ده

دا غزل د زړه غزل
تاته مې ليکلې ده

تاسره بدمرغه ده
مونږ سره ښاغلې ده

خير ساحله ښکل يې که
کور ته دې راغلې ده