مونږ که په هر حالت له درده قصيده ليکلې
زمونږ رهبر هغه د زړه په حاشيه ليکلې
تاسو د خپل فکر کمزورې فلسفه ليکلې
مونږ ته راغلې ده تياره سېپاره ليکلې
تاته طوفان ليکلی تاته زلزله ليکلې
ماته مرمۍ ليکلې ماته غرغره ليکلې
له دې نه پس د زړه په کور کې بنديزونه ډېر دي
له دې نه پس به رانه اخلې اجازه ليکلې
بيا کندهار د يرغلګرې نړۍ اور لمبه که
بيا يې ځوانانو په سر توره کليمه ليکلې
د هر ثواب په نيت زمونږ تڼۍ تالا ترغه شوې
هره ګناه وروسته زمونږه په جنډه ليکلې
ساحله تېر ژوند مې د مينې په نشه تباه شو
دا ځل مې ژوند ته يوه نوې سريزه ليکلې
13.03.2012
- احمد بختيارساحل
مونږ که په هر حالت له درده قصيده ليکلېزمونږ رهبر هغه د زړه په حاشيه ليکلېتاسو د خپل فکر کمزورې فلسفه ليکلېمونږ ته راغلې ده تياره سېپاره ليکلېتاته طوفان ليکلی تاته زلزله ليکلېماته مرمۍ ليکلې ماته غرغره ليکلېله دې نه پس د زړه په کور کې بنديزونه ډېر ديله دې نه پس به رانه اخلې اجازه ليکلېبيا کندهار د يرغلګرې نړۍ اور لمبه کهبيا يې ځوانانو په سر توره کليمه ليکلېد هر ثواب په نيت زمونږ تڼۍ تالا ترغه شوې...
13.03.2012
- احمد بختيارساحل
مونږ غږولې ده د مينې سرينده ساحلهلکه باران چې هره پېغله ورېده ساحلههغه چې داسې په سرو شونډو خندېده ساحلههغه د وخت په مصلحت نه پوهېده ساحلهيوې جينۍ په لار د آسپې قدمونه وهلبله جينې له ډېره شرمه رپېده ساحلهکه د خوبانو پېروزوينې وي همداسې خاورېچېرته به پاتې شي له مونږ نه ميکده ساحلهد زړه ژورور ته پستې خبرې ښې کېوځيچېرته غزل ساحله چېرته قصيده ساحله...