ټپيزې


ټپيزې \ احمد بختيار ساحل

اوس ګوره زړه کې مين مه شېد چا کاله کې مين مه شېتش په کاته کې مين مه شېچې په واده کې مين مه شېځينو کړشپو به جوړ کړي وي ځانونه++++++++د زړه ارمان مې نور رالنډشودغه باران په کې لږ خنډ شوله زړه مې لرې دغم پنډ شوباران وريږي غولى ډنډ شوجانان پينڅې پورته کوي ماله راځينه+++++++++زما زړګى ايره ايره شونظر مې وسوځېد لمبه شوروح مې په ځان کې په لړزه شولاس دې لستوڼي کې ښکاره شولکه خامار چې خوله کې لال نيولى وينه

23.02.2011 – احمد بختيارساحل

ټپيزې \ ب ساحل

نه مې ځان پاتې نه ايمان وپه اوښکو لوند چې مې ګرېوان وژوند راته سراسر تاوان وديدن په لک روپۍ ارزان وپلو مې باد يووړ وړيا دې وليدومه+++++++++تر پښو لاندې يې خورېږهپه تورو څڼو يې بارېږهد مخ په پاڼو يې ودرېږهبارانه ! ورو ورو پرې ورېږهوړې وړې جينکۍ غره ته تلي دينه++++++++++=نورې مې ختمې حوصلې ديترمرګه لنډې فاصلې ديراباندې جوړې زلزلې ديديارانې سل کشالې ديشل ځل به مړه يم چې يو يو پوره کومه 

29.01.2011 – احمد بختيارساحل

ټپيزې \ ساحل

لکه د سره انګار بڅرېيا د هارون پاچا سندرېلګي په خوله لکه شکرېدا جينکۍ وړې کوترې وړې کوترې مې خوړې نه مړيدمه +++++++++په سر يې سپينې واورې و کېد انجونو ميره ترې واده کې يا مينان ورته په زړه کې خدايه ګورګورې تورې مه کې جينکۍ سرې شونډې ور وړي تورې راوړينه ++++++++++

27.12.2010 – احمد بختيارساحل

ټپيزه \ ساحل

ما کور ودانه ما په نوم که زموږ په کور کې دې ځان زوم که ځان فدايي که ځان اتوم که که زورور يې زور معلوم که اوس مې ډولۍ د کلي منځ کې تېروينه  

29.11.2010 – احمد بختيارساحل

ټپيزې \ احمد بختيار ساحل

د ښايستونو فابريکه يې د ظاهرشاه د وخت سيکه يې تاته چا وېلې چې پيکه يې ؟ جانانه سمه امريکه يې هم ملامت يې هم زاري درته کومه +++++ زما په مينه اوس منکر دى نظر نظر ، اوتر اوتر دى خدايه ! ظالم خدايه ! کافر دى جانان مې کټ کې مرور دى د زنې سر پسې چاپېره ګرځومه ++++++ پوره پوره خواري مې کړې لکه مجبور زاري مې کړې د يارانې جواري مې کړې د جينکو يارې مې کړې ځکه مې شونډې د ګلاب

23.11.2010 – احمد بختيارساحل

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more