اوس ګوره زړه کې مين مه شې
د چا کاله کې مين مه شې
تش په کاته کې مين مه شې
چې په واده کې مين مه شې
ځينو کړشپو به جوړ کړي وي ځانونه
++++++++
د زړه ارمان مې نور رالنډشو
دغه باران په کې لږ خنډ شو
له زړه مې لرې دغم پنډ شو
باران وريږي غولى ډنډ شو
جانان پينڅې پورته کوي ماله راځينه
+++++++++
زما زړګى ايره ايره شو
نظر مې وسوځېد لمبه شو
روح مې په ځان کې په لړزه شو
لاس دې لستوڼي کې ښکاره شو
لکه خامار چې خوله کې لال نيولى وينه
+++++++++
د بېلتانه په لاره مه شې
له يارانې اوزګاره مه شې
د بل سړي ريباره مه شې
چې يار لرې بې ياره مه شې
بې ياره انجونې لاس تر زنې ناستې دينه
+++++++
اوس يې ايله د ځوانۍ زور دى
زړه کې لمبه سترګو کې اور دى
د ازادۍ پر اسپه سور دى
زما جانان له رنګه تور دى
مور د شيدو پر ځاى لونګ ورکړي دينه
+++++++
19.02.2011
- احمد بختيارساحل
زما ملګرو په هر ځاى کې زما خيال ساتلىهغوى ايره ورڅخه وړې ماته ى لال ساتلىخدايه پخپله ښه پوهېږې زه به څه ووايميوې جينۍ راته پينځه کاله دسمال ساتلىرقيب زمونږ زړونو کې کرکې ټوکولي نه ديزموږ ترمنځه يې ايله دا يو ديوال ساتلىته دې د سترګو اړولو خير دى هڅه وکهمامې دا خپل لېونى زړه څه په جنجال ساتلىغير له يارانو ساحل بله شتمني نه لريدې غريبۍ کې چې تر اوسه ذوالجلال ساتلى...
01.03.2011
- احمد بختيارساحل
غزلته مې ويشتې پرې اوس باڼه نه لرمد سترګو جنګ ته اوس هېڅه نه لرمزه له خپل فن سره خوشاله يمهپه دې خو نه ده چې واده نه لرمشکر په زړه کې درته سپينه يمهشکر په سر کې سپين وېښته نه لرمراته بې زړه وايه بې زړه ښه يمهزړه خو مې تاسره دى زړه نه لرمکوچنى رېباره نن همداسې ورشهخير دى په جېب کې نن خواږه نه لرمله ايمان وروسته خداى نه تا غواړمهبله دعا اوس په لمانځه نه لرمسپين سترګې نه يم د ژړا اثر دىګوډى مې جېب کې دى رانجه ن...