زما ملګرو په هر ځاى کې زما خيال ساتلى
هغوى ايره ورڅخه وړې ماته ى لال ساتلى
خدايه پخپله ښه پوهېږې زه به څه ووايم
يوې جينۍ راته پينځه کاله دسمال ساتلى
رقيب زمونږ زړونو کې کرکې ټوکولي نه دي
زموږ ترمنځه يې ايله دا يو ديوال ساتلى
ته دې د سترګو اړولو خير دى هڅه وکه
مامې دا خپل لېونى زړه څه په جنجال ساتلى
غير له يارانو ساحل بله شتمني نه لري
دې غريبۍ کې چې تر اوسه ذوالجلال ساتلى
12.02.2011
- احمد بختيارساحل
څوک چې په مينه پوى شي څوک چې په سرور پوى شيهغه به څه بيا د حالاتو په دستور پوى شيچې چاته زړه ورکوۍ ټول به ورته نه ورکوئنوى مين خو دې په دې ټکي ضرور پوى شيهغه به څه د زندګۍ له فلسفې خبر شيچا چې د جنګ لمن نيولې او په چور پوى شيزړه به يې درد وکړي ، ته څه وايې په ما ملګريه ؟که يار زما د زړه په درد او په ناسور پوى شيچې يار يې نه پرېږدي له کوره بل څوک نه پېژنيساحل به څه د دوى په دود او په کلتور پوى شي...
23.02.2011
- احمد بختيارساحل
اوس ګوره زړه کې مين مه شېد چا کاله کې مين مه شېتش په کاته کې مين مه شېچې په واده کې مين مه شېځينو کړشپو به جوړ کړي وي ځانونه++++++++د زړه ارمان مې نور رالنډشودغه باران په کې لږ خنډ شوله زړه مې لرې دغم پنډ شوباران وريږي غولى ډنډ شوجانان پينڅې پورته کوي ماله راځينه+++++++++زما زړګى ايره ايره شونظر مې وسوځېد لمبه شوروح مې په ځان کې په لړزه شولاس دې لستوڼي کې ښکاره شولکه خامار چې خوله کې لال نيولى وينه...