څوک چې په مينه پوى شي څوک چې په سرور پوى شي
هغه به څه بيا د حالاتو په دستور پوى شي
چې چاته زړه ورکوۍ ټول به ورته نه ورکوئ
نوى مين خو دې په دې ټکي ضرور پوى شي
هغه به څه د زندګۍ له فلسفې خبر شي
چا چې د جنګ لمن نيولې او په چور پوى شي
زړه به يې درد وکړي ، ته څه وايې په ما ملګريه ؟
که يار زما د زړه په درد او په ناسور پوى شي
چې يار يې نه پرېږدي له کوره بل څوک نه پېژني
ساحل به څه د دوى په دود او په کلتور پوى شي