ما بېګاه خوب کې ليدلى دى دلبر مړ
ځکه اړومه هرچاته نظر مړ
رازده کړي ، دي د ژوند کولو لارې
زه چې يمه له کوم ښکلي نه اکثر مړ
که په يار يې سر غوڅيږي نومړ نه دى
داسې نه چې شپې ويده وي ، وي سحر مړ
چې دښمن ته يې په کور کې پناه ورکړه
نو آخر شو له پاچا نه خپل لښکر مړ
چې يې مور بيا په ليدلو پسې مري ، نو
نه ، نه هېڅکه دي نه شي څوک بهر مړ
چې څپه يې تر ساحله را رسيږي
نو په لاره شي څو ځله سمندر مړ
05.02.2011
- احمد بختيارساحل
څوک چې په مينه کې اسمان ته رسي ګټې کويهغوى ياري د زورورې او د چټې کويما د هر ښکلي په غمونو پسې زړه خوړلىځکه هر ښکلى راته سپکې کوي رټې کويپه ما ورېږي خو په زړه مې باران نه وريږيکه زه لمبه کوم خو زړه مې بيا سکروټې کويهغوى ته وايئ چې مونږ اوس د جنګ له زوره نه يوڅوک چې په مونږ پسې دنيا ګوري او لټې کويدوخت همزولي يې اسمان ته ځي کورونه کويساحل تر اوسه لا په کور کلي کې خټې کوي...
12.02.2011
- احمد بختيارساحل
څوک چې په مينه پوى شي څوک چې په سرور پوى شيهغه به څه بيا د حالاتو په دستور پوى شيچې چاته زړه ورکوۍ ټول به ورته نه ورکوئنوى مين خو دې په دې ټکي ضرور پوى شيهغه به څه د زندګۍ له فلسفې خبر شيچا چې د جنګ لمن نيولې او په چور پوى شيزړه به يې درد وکړي ، ته څه وايې په ما ملګريه ؟که يار زما د زړه په درد او په ناسور پوى شيچې يار يې نه پرېږدي له کوره بل څوک نه پېژنيساحل به څه د دوى په دود او په کلتور پوى شي...