څوک چې په مينه کې اسمان ته رسي ګټې کوي
هغوى ياري د زورورې او د چټې کوي
ما د هر ښکلي په غمونو پسې زړه خوړلى
ځکه هر ښکلى راته سپکې کوي رټې کوي
په ما ورېږي خو په زړه مې باران نه وريږي
که زه لمبه کوم خو زړه مې بيا سکروټې کوي
هغوى ته وايئ چې مونږ اوس د جنګ له زوره نه يو
څوک چې په مونږ پسې دنيا ګوري او لټې کوي
دوخت همزولي يې اسمان ته ځي کورونه کوي
ساحل تر اوسه لا په کور کلي کې خټې کوي
04.02.2011
- احمد بختيارساحل
لا ماشومه يې د زړه ساتل دې نه زدهپه پړوني کې وېښته ساتل دې نه زدهد جذباتو له دايرې وتلې نه يېد يوچا د ګرېوانه ساتل دې نه زدهد ښاريانو عادتونه در کې نه شتهبده نه يې لېکن ښه ساتل دې نه زدهدنداسه په خوله ، نکريزې په لاسونوتورې سترګې او رانجه ساتل دې نه زدهدمشرانو لاسنيوى کوه ساحله !لا د کلي او کاله ساتل دې نه زده٢ _ ٢ _ ٢٠١١سراج العمارت بڼ...
09.02.2011
- احمد بختيارساحل
ما بېګاه خوب کې ليدلى دى دلبر مړځکه اړومه هرچاته نظر مړرازده کړي ، دي د ژوند کولو لارېزه چې يمه له کوم ښکلي نه اکثر مړکه په يار يې سر غوڅيږي نومړ نه دىداسې نه چې شپې ويده وي ، وي سحر مړچې دښمن ته يې په کور کې پناه ورکړهنو آخر شو له پاچا نه خپل لښکر مړچې يې مور بيا په ليدلو پسې مري ، نونه ، نه هېڅکه دي نه شي څوک بهر مړچې څپه يې تر ساحله را رسيږينو په لاره شي څو ځله سمندر مړ...