لا ماشومه يې د زړه ساتل دې نه زده
په پړوني کې وېښته ساتل دې نه زده
د جذباتو له دايرې وتلې نه يې
د يوچا د ګرېوانه ساتل دې نه زده
د ښاريانو عادتونه در کې نه شته
بده نه يې لېکن ښه ساتل دې نه زده
دنداسه په خوله ، نکريزې په لاسونو
تورې سترګې او رانجه ساتل دې نه زده
دمشرانو لاسنيوى کوه ساحله !
لا د کلي او کاله ساتل دې نه زده
٢ _ ٢ _ ٢٠١١
سراج العمارت بڼ