ديدن په مونږ دلبره مه کموه
خداى دې زمونږ له سره مه کموه
هغه کيسه راته اوس ټوله وکړه
کوه پوره خبره مه کموه
خپل په درنو کاڼو درانه وتله
حمزه ، خاطر خيبره مه کموه
پرېږده چې زه او جانان خوله په خوله يو
تياره دشپې سحره مه کموه
نېغ يې د سترګو باڼه بيا پورته کړه
څړيکې د زړه پرهره مه کموه
اره دې ماته شه نښتر مه رېبه
ښايست له خپل سپين غره مه کموه
ښکاري راځه د کمالزي ومنه
له سېل نه دا کوتره مه کموه