څوک راته سترګې څوک زړګى ګوري
په کې ښکلا ګوري سپرلى ګوري
وايي د ظلم نښې ښکاري په کې
حالات مې مخ ګوري تندى ګوري
دا زړه مې اور کوي سکروټې شيندي
د چا په کور کې چې لوګى ګوري
اوس يې د يار کلي ته کور راوړى
رقيب موقع ګوري او ځاى ګوري
ساحل په هغه سړي ملا هم تړي
څوک چې په سترګو کې ازغى ګوري
٢ _ ١ _ ٢٠١١
کليد راډيو