له خپلې مور نه چې په لپو کې اوبه وغواړي
له هغې ښکلې نه به څنګه سړى زړه وغواړي
په دې نړۍ کې به د کرکې لمن نه خورېږي
که د زرې هومره سړى هم د چا ښه وغواړي
که خپله خاروه غواړي ژوند غواړي او مينه غواړي
نو نړيوال دې بيا پښتو او پښتانه وغواړي
چې يوه تشه خوله موسکا درته څوک نه شي کواى
په دې حالاتو کې به څنګه سړى خوله وغواړي
چې يو زړګى دې ورته ور نه کړ ناځوانه اشنا!
له دې نه پس به خوار ساحل له تانه څه وغواړي
٣١ _ ١ _ ٢٠١١
کليد راډيو
30.01.2011
- احمد بختيارساحل
چې نه سجده وکړي نه درد وکړي نه مينه وکړيهغه زړګى به څنګه سوى او څنګه وينه وکړيهغې خبرې ته به څنګه لېونى نه شمهڅوک چې خبره د زړګي له تاترينه وکړيهغه انسان چې د ژوندون په کوڅه نه پرېږدي څوکد ژوند خبره به بيا څه درته رنګينه وکړيله دغې ښکلې سره څه وکړمه نه پوهېږم !يوه خبره لکه اور بله واورينه وکړيساحل به هېڅکه د ژوند لاره غلطه نه کړيخو چې ياران ورته يوه خبره سپينه وکړي...
02.02.2011
- احمد بختيارساحل
څوک راته سترګې څوک زړګى ګوريپه کې ښکلا ګوري سپرلى ګوريوايي د ظلم نښې ښکاري په کېحالات مې مخ ګوري تندى ګوريدا زړه مې اور کوي سکروټې شينديد چا په کور کې چې لوګى ګورياوس يې د يار کلي ته کور راوړىرقيب موقع ګوري او ځاى ګوريساحل په هغه سړي ملا هم تړيڅوک چې په سترګو کې ازغى ګوري٢ _ ١ _ ٢٠١١کليد راډيو...