چې نه سجده وکړي نه درد وکړي نه مينه وکړي
هغه زړګى به څنګه سوى او څنګه وينه وکړي
هغې خبرې ته به څنګه لېونى نه شمه
څوک چې خبره د زړګي له تاترينه وکړي
هغه انسان چې د ژوندون په کوڅه نه پرېږدي څوک
د ژوند خبره به بيا څه درته رنګينه وکړي
له دغې ښکلې سره څه وکړمه نه پوهېږم !
يوه خبره لکه اور بله واورينه وکړي
ساحل به هېڅکه د ژوند لاره غلطه نه کړي
خو چې ياران ورته يوه خبره سپينه وکړي