نه مې ځان پاتې نه ايمان و
په اوښکو لوند چې مې ګرېوان و
ژوند راته سراسر تاوان و
ديدن په لک روپۍ ارزان و
پلو مې باد يووړ وړيا دې وليدومه
+++++++++
تر پښو لاندې يې خورېږه
په تورو څڼو يې بارېږه
د مخ په پاڼو يې ودرېږه
بارانه ! ورو ورو پرې ورېږه
وړې وړې جينکۍ غره ته تلي دينه
++++++++++=
نورې مې ختمې حوصلې دي
ترمرګه لنډې فاصلې دي
راباندې جوړې زلزلې دي
ديارانې سل کشالې دي
شل ځل به مړه يم چې يو يو پوره کومه
 

نور يې بېښي احساس ويده و
قطرې ، قطرې غوڅ په چاړه و
مړه تر دښتې هم سپېره و
د دمې ځاى مې په کې نه و
د يار د زړه په هر يو ګوډ وګرځېدمه
+++++++++
په هر سړي د يار ګومان کړم
ځان ورته ښه لکه ايمان کړم
خو هر سړي ځانته حيران کړم
چې د زړه حال چاته بيان کړم
د تسلۍ په ځاى څپېړې راکوينه
++++++++++++
درنې درنې نخرې دې وکړې
د نه کېدو کيسې دې وکړې
راته د اور جامې دې وکړې
نصيبه ! څه کانې دې وکړې
مين په چا يم غاړه چاته ورکومه
++++++++
لکه زما سپکه دې وشه
په هندوستان ورکه دې وشه
د زهرو ښه څکه دې وشه
شوله د زړه کرکه دې وشه
زه درته ژاړم ستا خندا راپورې شينه
++++++++
ښکلې کوچۍ ده پښتنه ده
کلي کې بس يوه دانه ده
په زړه صفا ده آيينه ده
جنۍ د غواوو غوبنه ده
ما لټ غويۍ کړې چې څنګ زن ورسره ځمه