څه پښتنه ده چې په نه خبره وشرمېده
چې ورته ومې کړه د زړه خبره وشرمېده
له دې جلۍ نه به بيا څنګه لوپټه بېرته کړې
هغه جلۍ چې ستا په ښه خبره وشرمېده
ما ورته ټوله شپه بلا بلا خبرې وکړې
چې و رته پاتې شوه يوه خبره وشرمېده
د خپلې مينې اظهار هم راته کولى نه شي
چې ورته ومې وېل کوه خبره وشرمېده
ساحله ! ته به دا بلا خبرې چاته وکړې !
هغه چې دومره په وړه خبره وشرمېده
٨ _ ١ _ ٢٠١١
شپې دولس بجې خپل کور
26.01.2011
- احمد بختيارساحل
چې ملګري څومر کم وي هومره غم وياو چې هر يو په زړه سم وي هومره غم ويداسې مه وايه چې څو کلي به وران کړي څومره وزن چې د بم وي هومره غم وي دا يواځې اوښکې نه دي چې بهيږي ستا په سترګو کې چې نم وي هومره غم وي چې وطن درنه پردي وهي ملګريه ! چې ښايست دې زړه کې هم وي هومره غم وي چې دلبر درسره ناست نه وي ساحله ! که ګلونه د شړشم وي هومره غم وي٢٠١١ _ ١ _ ٢٦ کليد راډيو...
29.01.2011
- احمد بختيارساحل
نه مې ځان پاتې نه ايمان وپه اوښکو لوند چې مې ګرېوان وژوند راته سراسر تاوان وديدن په لک روپۍ ارزان وپلو مې باد يووړ وړيا دې وليدومه+++++++++تر پښو لاندې يې خورېږهپه تورو څڼو يې بارېږهد مخ په پاڼو يې ودرېږهبارانه ! ورو ورو پرې ورېږهوړې وړې جينکۍ غره ته تلي دينه++++++++++=نورې مې ختمې حوصلې ديترمرګه لنډې فاصلې ديراباندې جوړې زلزلې ديديارانې سل کشالې ديشل ځل به مړه يم چې يو يو پوره کومه ...