چې ملګري څومر کم وي هومره غم وي
او چې هر يو په زړه سم وي هومره غم وي
داسې مه وايه چې څو کلي به وران کړي
څومره وزن چې د بم وي هومره غم وي
دا يواځې اوښکې نه دي چې بهيږي
ستا په سترګو کې چې نم وي هومره غم وي
چې وطن درنه پردي وهي ملګريه !
چې ښايست دې زړه کې هم وي هومره غم وي
چې دلبر درسره ناست نه وي ساحله !
که ګلونه د شړشم وي هومره غم وي
٢٠١١ _ ١ _ ٢٦ کليد راډيو
25.01.2011
- احمد بختيارساحل
زما کليزه !مور مې بېګاه راته وېلې زويه !نن دې کليزه ده راغاړې وځهتا د ژوندون د يوشتم پسرليموسم ته غاړه ورکړهترتا دې دوه ورونه پخوا مړه شويته لا هغه مهال نړۍ کې نه ويستا د راتلو لارې مې تل څارلېچې زما بل زوى به نړۍ ته راځيددې نړۍ خوښي به ټوله ماتهپه يوه دم راکويهمسې وشول د الله خوښه وهته يې راغاړې ويستېژوند خو غربت و خو ته بل انسان وېتا به په غم کې هم خندلې راتهما به هم...
28.01.2011
- احمد بختيارساحل
څه پښتنه ده چې په نه خبره وشرمېده چې ورته ومې کړه د زړه خبره وشرمېده له دې جلۍ نه به بيا څنګه لوپټه بېرته کړې هغه جلۍ چې ستا په ښه خبره وشرمېده ما ورته ټوله شپه بلا بلا خبرې وکړې چې و رته پاتې شوه يوه خبره وشرمېدهد خپلې مينې اظهار هم راته کولى نه شي چې ورته ومې وېل کوه خبره وشرمېده ساحله ! ته به دا بلا خبرې چاته وکړې ! هغه چې دومره په وړه خبره وشرمېده ٨ _...