غزل
ته مې ويشتې پرې اوس باڼه نه لرم
د سترګو جنګ ته اوس هېڅه نه لرم
زه له خپل فن سره خوشاله يمه
په دې خو نه ده چې واده نه لرم
شکر په زړه کې درته سپينه يمه
شکر په سر کې سپين وېښته نه لرم
راته بې زړه وايه بې زړه ښه يمه
زړه خو مې تاسره دى زړه نه لرم
کوچنى رېباره نن همداسې ورشه
خير دى په جېب کې نن خواږه نه لرم
له ايمان وروسته خداى نه تا غواړمه
بله دعا اوس په لمانځه نه لرم
سپين سترګې نه يم د ژړا اثر دى
ګوډى مې جېب کې دى رانجه نه لرم
قبر کې هم اوس په ناموس يرېږم
اوس هېڅ باور په پښتانه نه لرم
تاته درځم ته له وحشت سره ځې
نوره اسره د ژوندانه نه لرم
د لمر شغلو کې هم راګوره راته
يمه سپوږمۍ خو پرېواته نه لرم
مينه د يار پرې ماتوم پکتيانۍ
ډار له سيلۍ او بارانه نه لرم
١ مارچ _ ٢٠١١ م کال
پېښور