بيا زما په مخ په جنګ ولاړه ده
خدايه د رقيب ترڅنګ ولاړه ده
زوى د خوشال خان يم احساسات لرم
لور راته د کوم اورنګ ولاړه ده
دې حالاتو دومره مجبور کړى يم
غواړي اوس له ما قلنګ ولاړه ده
زه هم د چنار په شانې دنګ يمه
دا چې د ګلاب په رنګ ولاړه ده
لاهم په ساحل اعتبار نه لري
لا هم د ساحل په ننګ ولاړه ده
01.03.2011
- احمد بختيارساحل
غزلته مې ويشتې پرې اوس باڼه نه لرمد سترګو جنګ ته اوس هېڅه نه لرمزه له خپل فن سره خوشاله يمهپه دې خو نه ده چې واده نه لرمشکر په زړه کې درته سپينه يمهشکر په سر کې سپين وېښته نه لرمراته بې زړه وايه بې زړه ښه يمهزړه خو مې تاسره دى زړه نه لرمکوچنى رېباره نن همداسې ورشهخير دى په جېب کې نن خواږه نه لرمله ايمان وروسته خداى نه تا غواړمهبله دعا اوس په لمانځه نه لرمسپين سترګې نه يم د ژړا اثر دىګوډى مې جېب کې دى رانجه ن...
27.03.2011
- احمد بختيارساحل
ستا خبرې اداګانې شاعرانېسمې دمې ستا په شانې شاعرانېدا چې خيال کې مې سپېڅلي نظريات ديراسره دي ماشومانې شاعرانېزمونږ زړونه به پنجو کې رانه يوسيچېرته مه شه بلاګانې شاعرانېد شاعر په څېر فطرت دې راته راکړخدايه تاکړې راته ګرانې شاعرانېاوس دې ښکلي رانه لرې که چې مرمهراپسې که شاعرانې شاعرانېد الفاظو درناوى کوه ساحلهدرته ناستې مسلمانې شاعرانې٢٠١١ _ ٣ _ ٢٢...