ستا خبرې اداګانې شاعرانې
سمې دمې ستا په شانې شاعرانې
دا چې خيال کې مې سپېڅلي نظريات دي
راسره دي ماشومانې شاعرانې
زمونږ زړونه به پنجو کې رانه يوسي
چېرته مه شه بلاګانې شاعرانې
د شاعر په څېر فطرت دې راته راکړ
خدايه تاکړې راته ګرانې شاعرانې
اوس دې ښکلي رانه لرې که چې مرمه
راپسې که شاعرانې شاعرانې
د الفاظو درناوى کوه ساحله
درته ناستې مسلمانې شاعرانې
٢٠١١ _ ٣ _ ٢٢
02.03.2011
- احمد بختيارساحل
بيا زما په مخ په جنګ ولاړه دهخدايه د رقيب ترڅنګ ولاړه دهزوى د خوشال خان يم احساسات لرملور راته د کوم اورنګ ولاړه دهدې حالاتو دومره مجبور کړى يمغواړي اوس له ما قلنګ ولاړه دهزه هم د چنار په شانې دنګ يمهدا چې د ګلاب په رنګ ولاړه دهلاهم په ساحل اعتبار نه لريلا هم د ساحل په ننګ ولاړه ده...
30.03.2011
- احمد بختيارساحل
ما دې په دوو لاسو په هرځاى کې سلام کړى دىخو تا مې بيا هم سپکاوى د هر کلام کړى دىبيا مې ملګرو په ما بل ډول الزام کړى دىبيا مې له خپلې بې وسۍ سره ناکام کړى دىتا خو دې هر کار د خولګۍ په شانې خام کړى دىما که هر څه کړي دي ما خو په کې پام کړى دىمونږ په کې هېڅکله د چا مرۍ پرې کړې نه دهمونږه که کفر کړى مونږه که اسلام کړى دىساحله غم خو رالېږي خو يو وخت عشق و په کېپه دغه ټکي مې خاطر اوس د باګرام کړى دى٢٠١١ _ ٣ _ ١٩...