ما دې په دوو لاسو په هرځاى کې سلام کړى دى
خو تا مې بيا هم سپکاوى د هر کلام کړى دى
بيا مې ملګرو په ما بل ډول الزام کړى دى
بيا مې له خپلې بې وسۍ سره ناکام کړى دى
تا خو دې هر کار د خولګۍ په شانې خام کړى دى
ما که هر څه کړي دي ما خو په کې پام کړى دى
مونږ په کې هېڅکله د چا مرۍ پرې کړې نه ده
مونږه که کفر کړى مونږه که اسلام کړى دى
ساحله غم خو رالېږي خو يو وخت عشق و په کې
په دغه ټکي مې خاطر اوس د باګرام کړى دى
٢٠١١ _ ٣ _ ١٩