بېګاه زما او د دلبر مقابله نه کېده
دا ځل د تيږې او د سر مقابله نه کېده
زموږ په خاوره د رېبلو خلک ډېر پيدا و
زموږ په خاوره چې د کر مقابله نه کېده
دوى ته د خپلې ورورۍ پته لګېدلې وه نو!
چې د طالب او دعسکر مقابله نه کېده
په يوه سترګه به مې يار نه خولګۍ واخېستله
زموږ ترمنځه به اکثر مقابله نه کېده
پښتون چې کله په ملا مات شو له همغه وخته
د کوزښه ډېره خو د بر مقابله نه کېده
ستاسو په خاوره کې ساحله ! له پخوا راهيسې
د جنګ کېده خو د نظر مقابله نه کېده
٢٠١١ _ ٤ _ ٣