يوه جينۍ کوڅه کې ګرځي او خپل زړه لټوي
څومره کم عقله ده ساحله چې تا نه لټوي
زه يې په سپينه ورځ په سپينه لاره ودرولم
مخ يې په خپل وجود ګنډلى دى چې څه لټوي
ما يې له ټول وجود نه خپله برخه ټوله کړله
لا هم شوتلو کې لګيا ده او سابه لټوي
حيا يې دومره وه چې وى ليدمه سر يې ټيټ که
اوس هم د سترګو پټولو ته باڼه لټوي
وايي چې دې هلک په مينه باندې پويه کړمه
ساحله وژني دې په تا پسې چاړه لټوي
04.04.2011
- احمد بختيارساحل
بېګاه زما او د دلبر مقابله نه کېدهدا ځل د تيږې او د سر مقابله نه کېدهزموږ په خاوره د رېبلو خلک ډېر پيدا وزموږ په خاوره چې د کر مقابله نه کېدهدوى ته د خپلې ورورۍ پته لګېدلې وه نو!چې د طالب او دعسکر مقابله نه کېدهپه يوه سترګه به مې يار نه خولګۍ واخېستلهزموږ ترمنځه به اکثر مقابله نه کېدهپښتون چې کله په ملا مات شو له همغه وختهد کوزښه ډېره خو د بر مقابله نه کېدهستاسو په خاوره کې ساحله ! له پخوا راهيسېد جنګ کېده خو د نظر مقابله...
10.04.2011
- احمد بختيارساحل
کرکه ښه ډېره شوله مينه زموږ مينه نه شوهنه ، نه له يار سره مې دا خبره سپينه نه شوهد ښار د مستو محفلونو هغه ډمه جينۍد کلي شوله کليواله او سنګينه نه شوهچې له غيرته ستا په پنجو کې ايسارې نه شوېنه ياره دا خو بيا زما د ځيګر وينه نه شوهکابله اوس د ې هم په ځمکه باندې اور بليږيکابله بيا دې غېږه هاغسې واورينه نه شوهساحله ستا د مينې رنګ يې مخ کې نه و پاتېځکه د ښار په ښکلاګانو کې حسينه نه شوه ...