کرکه ښه ډېره شوله مينه زموږ مينه نه شوه
نه ، نه له يار سره مې دا خبره سپينه نه شوه
د ښار د مستو محفلونو هغه ډمه جينۍ
د کلي شوله کليواله او سنګينه نه شوه
چې له غيرته ستا په پنجو کې ايسارې نه شوې
نه ياره دا خو بيا زما د ځيګر وينه نه شوه
کابله اوس د ې هم په ځمکه باندې اور بليږي
کابله بيا دې غېږه هاغسې واورينه نه شوه
ساحله ستا د مينې رنګ يې مخ کې نه و پاتې
ځکه د ښار په ښکلاګانو کې حسينه نه شوه