چا وېل په غرونو چې باران نه کېږي لار نه کېږي
څوک يې چې وايي د هغو له لاسه کار نه کېږي
بس چې تر کومه مې ښايسته خلکو ته وار نه کېږي
بس همدغومره له هغو نه هم انکار نه کېږي
داسې په سپينه لار خولګۍ غواړې ؟ کرارې کېنه
نه ، که نه ګوتې راته مه تاوه وه يار نه کېږي
ظالمه داسې مې له خوږې ګوتې ولې نيسې
بس دى نښتر دې رانه وړى دى چنار نه کېږي
په پېښور کې په دې راز باندې هېڅ پوى نه شومه
ماښام چې وشي هغه مينه بيا سهار نه کېږي
ساحله اوس دې جينکيو زړه ته لار کړې ده
ساحله اوس دې چې له مور او پلار نه ډار نه کېږي