تنها دا نه چې زما غم نه کوي
زما ملګري يو کار هم نه کوي
ستا د راتلو لار ته يې ډېر کتلي
اوس ړندې شوي سترګې نم نه کوي
د ګل له پاڼو نه اغزي تاو شوي
هغسې مينه اوس شبنم نه کوي
جانانه تا له کلي کډه کړې
ځکه ګلونه اوس شړشم نه کوي
د شاعرۍ له رازه نه دي خبر
ساحله تاسره چې زغم نه کوي
14.04.2011
- احمد بختيارساحل
چا وېل په غرونو چې باران نه کېږي لار نه کېږيڅوک يې چې وايي د هغو له لاسه کار نه کېږيبس چې تر کومه مې ښايسته خلکو ته وار نه کېږيبس همدغومره له هغو نه هم انکار نه کېږيداسې په سپينه لار خولګۍ غواړې ؟ کرارې کېنهنه ، که نه ګوتې راته مه تاوه وه يار نه کېږيظالمه داسې مې له خوږې ګوتې ولې نيسېبس دى نښتر دې رانه وړى دى چنار نه کېږيپه پېښور کې په دې راز باندې هېڅ پوى نه شومهماښام چې وشي هغه مينه بيا سهار نه کېږيساحله اوس دې جينکيو زړه ته لار کړ...
18.04.2011
- احمد بختيارساحل
د پى مخې په وعدې له کاره وځيځيني خلک اوس په دې له کاره وځيمه ورګوره آيينې له کاره وځيستا په وړاندې زمانې له کاره وځيزوروره مينه دومره زورورهپه وجود کې مې جامې له کاره وځيتل به زه داسې ملنګ درپسې نه يمورځ به راشي چې پيسې له کاره وځيد ځوانۍ جوش دى هوس سر ته ختلىخدايه مه کړې چې اسرې له کاره وځيخامه خوله په لار ولاړه ده ساحلهچې تر څو پورې ورځې له کاره وځي...