د پى مخې په وعدې له کاره وځي
ځيني خلک اوس په دې له کاره وځي
مه ورګوره آيينې له کاره وځي
ستا په وړاندې زمانې له کاره وځي
زوروره مينه دومره زوروره
په وجود کې مې جامې له کاره وځي
تل به زه داسې ملنګ درپسې نه يم
ورځ به راشي چې پيسې له کاره وځي
د ځوانۍ جوش دى هوس سر ته ختلى
خدايه مه کړې چې اسرې له کاره وځي
خامه خوله په لار ولاړه ده ساحله
چې تر څو پورې ورځې له کاره وځي