غواړي ما راپسې ژاړي
ځي په شا راپسې ژاړي
په نخرو مې زړه اوباسي
په ادا راپسې ژاړي
زما ځواک له مانه اخلي
چې دنيا راپسې ژاړي
ته خو ځې زړګى دې کلک دى
ستا جفا راپسې ژاړي
خپل عسکر مې په سر ولي
خپل پاچا راپسې ژاړي
ټول وجود راته زخمي کړي
بيرته بيا راپسې ژاړي
زړه ترې مه غواړه ساحله
چې سبا راپسې ژاړي