غواړي ما راپسې ژاړي
ځي په شا راپسې ژاړي
په نخرو مې زړه اوباسي
په ادا راپسې ژاړي
زما ځواک له مانه اخلي
چې دنيا راپسې ژاړي
ته خو ځې زړګى دې کلک دى
ستا جفا راپسې ژاړي
خپل عسکر مې په سر ولي
خپل پاچا راپسې ژاړي
ټول وجود راته زخمي کړي
بيرته بيا راپسې ژاړي
زړه ترې مه غواړه ساحله
چې سبا راپسې ژاړي
04.05.2011
- احمد بختيارساحل
غواړي ما راپسې ژاړيځي په شا راپسې ژاړيپه نخرو مې زړه اوباسيپه ادا راپسې ژاړيزما ځواک له مانه اخليچې دنيا راپسې ژاړيته خو ځې زړګى دې کلک دىستا جفا راپسې ژاړيخپل عسکر مې په سر وليخپل پاچا راپسې ژاړيټول وجود راته زخمي کړيبيرته بيا راپسې ژاړيزړه ترې مه غواړه ساحلهچې سبا راپسې ژاړي...
06.05.2011
- احمد بختيارساحل
د ښکلو په جېبونو کې ګورګورې لټومتر اوسه په خبرو کې خبرې لټومچې ښکلى ، خو په شغ کې رانه تېر شي رانه لاړ شياوتر شم لېونى شمه وزرې لټومماشوم ومه د زړه زور مې اورونو نه سېوا وچې اوس ولې بامونو کې کوترې لټومزما د زړه تسکين په تورو کاڼو هم کېداى شييواځې ستا لپاره ملغلرې لټوماخر به مې په پښو کې د حالاتو ځنځير مات شييو ورځ به دې په غرونو کې نښترې لټومساحل مې اوس د زړه تارونه چېړي په کې ګرځيساحل ته بېرته بيا خپلې سندرې لټوم...