د ښکلو په جېبونو کې ګورګورې لټوم
تر اوسه په خبرو کې خبرې لټوم
چې ښکلى ، خو په شغ کې رانه تېر شي رانه لاړ شي
اوتر شم لېونى شمه وزرې لټوم
ماشوم ومه د زړه زور مې اورونو نه سېوا و
چې اوس ولې بامونو کې کوترې لټوم
زما د زړه تسکين په تورو کاڼو هم کېداى شي
يواځې ستا لپاره ملغلرې لټوم
اخر به مې په پښو کې د حالاتو ځنځير مات شي
يو ورځ به دې په غرونو کې نښترې لټوم
ساحل مې اوس د زړه تارونه چېړي په کې ګرځي
ساحل ته بېرته بيا خپلې سندرې لټوم