هغه مې هم په ياد کې دي چې ته راسره تلې
له عذر نه به مړه شومه چې نه راسره تلې
چې زړه کې دې د بلې مينې ګل نه و زرغون
نو ته قران وهلى څومره ښه راسره تلې
ځوانۍ چې مې له غرونو کاڼي لاندې ښويول
ته څومره ګړندى لکه اوبه راسره تلې
چې زه لکه کوتره په بامونو ګرځيدم
نو ته به هم په سر لکه مرغه راسره تلې
ساحل چې اوس په ښکلو کې راګير دى يار يې وايي
يو وخت به ولې مست لکه لېوه راسره تلې