بېګاه دې هم پخې پخې خبرې وکړې لاړې
په مادې بيا د باز په څېر وزرې وکړې لاړې
د تشې خندا دور دې په تشه باندې تېر شو
چې کله دې په زړنو کې ژورې وکړې لاړې
د ټولې شپې خوندونه دې يوه لهظه کې ېوړل
چې شونډې دې ايله بيله شکرې وکړې لاړې
ته ښار ته لاړې ښار کې دې د زړه سودا ونه شوه
پرون جينکو کلي کې اشرې وکړې لاړې
چې کوم سړي سر وساته هغه مرد مېدان شو
ساحله تا چې غره سره ډغرې وکړې لاړې
09.05.2011
- احمد بختيارساحل
هغه مې هم په ياد کې دي چې ته راسره تلېله عذر نه به مړه شومه چې نه راسره تلېچې زړه کې دې د بلې مينې ګل نه و زرغوننو ته قران وهلى څومره ښه راسره تلېځوانۍ چې مې له غرونو کاڼي لاندې ښويولته څومره ګړندى لکه اوبه راسره تلېچې زه لکه کوتره په بامونو ګرځيدمنو ته به هم په سر لکه مرغه راسره تلېساحل چې اوس په ښکلو کې راګير دى يار يې وايييو وخت به ولې مست لکه لېوه راسره تلې...
16.05.2011
- احمد بختيارساحل
په زړه کې جوړ که راته ځاى مرمهباور دې کېږي که نه اى مرمهد ارمانونو غوټه بېرته وړمهجانانه ښکل مې که تندى مرمهزه تش لاسونه تورو خاورو ته ځمته رانه پاتې شولې هى مرمهد خپل رهبر د رهبرۍ د لاسهکوم د تورو وينوى قى مرمهچې درسره وم د رنه ډېر لرې وماوس خو دې وسېځه زړګى مرمهساحله سور اور کې مې ژوند تېر کهخو چې راغلى دى سپرلى مرمه...