په زړه کې جوړ که راته ځاى مرمه
باور دې کېږي که نه اى مرمه
د ارمانونو غوټه بېرته وړمه
جانانه ښکل مې که تندى مرمه
زه تش لاسونه تورو خاورو ته ځم
ته رانه پاتې شولې هى مرمه
د خپل رهبر د رهبرۍ د لاسه
کوم د تورو وينوى قى مرمه
چې درسره وم د رنه ډېر لرې وم
اوس خو دې وسېځه زړګى مرمه
ساحله سور اور کې مې ژوند تېر که
خو چې راغلى دى سپرلى مرمه
14.05.2011
- احمد بختيارساحل
بېګاه دې هم پخې پخې خبرې وکړې لاړېپه مادې بيا د باز په څېر وزرې وکړې لاړېد تشې خندا دور دې په تشه باندې تېر شوچې کله دې په زړنو کې ژورې وکړې لاړېد ټولې شپې خوندونه دې يوه لهظه کې ېوړلچې شونډې دې ايله بيله شکرې وکړې لاړېته ښار ته لاړې ښار کې دې د زړه سودا ونه شوهپرون جينکو کلي کې اشرې وکړې لاړېچې کوم سړي سر وساته هغه مرد مېدان شوساحله تا چې غره سره ډغرې وکړې لاړې...
17.05.2011
- احمد بختيارساحل
چې شور دې وکه نو زور دې واخېستملنګ سړي ته پېغور دې واخېستپه توره شپه کې څه تور دې واخېستپه حيا نه وې چې شور دې واخېست ؟په غم دې لت کړم په غم دې پت کړمکه خپل دې نه و په پورې دې واخېستزه چې سکون شوم زه چې ارام شو مزه په دې پوى شوم چې اور دې و اخېستزه د ې ولاړ کړم زه دې ماشوم کړمسترګه دې وکړه انځور دې واخېستامتحان راغى بې نتيجې شومڅه پښتون رنګى کانکور دې واخېستجانان دې راغى غاړه يې درکړهساحله لاړې ټکور دې واخېست...