چې شور دې وکه نو زور دې واخېست
ملنګ سړي ته پېغور دې واخېست
په توره شپه کې څه تور دې واخېست
په حيا نه وې چې شور دې واخېست ؟
په غم دې لت کړم په غم دې پت کړم
که خپل دې نه و په پورې دې واخېست
زه چې سکون شوم زه چې ارام شو م
زه په دې پوى شوم چې اور دې و اخېست
زه د ې ولاړ کړم زه دې ماشوم کړم
سترګه دې وکړه انځور دې واخېست
امتحان راغى بې نتيجې شوم
څه پښتون رنګى کانکور دې واخېست
جانان دې راغى غاړه يې درکړه
ساحله لاړې ټکور دې واخېست