زمونږ د کلي مشر لا هم خپل ټوپک ساتلى
خداى خبر چاته يې ناولي زړه کې شک ساتلى
يار خو به هسې رانه غاړه کږوي زړګيه !
ما که هر څه کړي ، خو خيال مې دنمک ساتلى
ما خو هر ښکلي ته دخولې په بدل زړه ورکړى
بيا نو دې ښکلو راته ولې زړګى ډک ساتلى
زما پاچا خپله پښتون دى ، خو پښتو نه کوي
پښتون يې هسې په اوبو کې لکه زګ ساتلى
تا د ساحل شمله له ملا نه لا تړلې نه ده
ساحل تر اوسه پورې ستا پړونى کلک ساتلى
17.05.2011
- احمد بختيارساحل
چې شور دې وکه نو زور دې واخېستملنګ سړي ته پېغور دې واخېستپه توره شپه کې څه تور دې واخېستپه حيا نه وې چې شور دې واخېست ؟په غم دې لت کړم په غم دې پت کړمکه خپل دې نه و په پورې دې واخېستزه چې سکون شوم زه چې ارام شو مزه په دې پوى شوم چې اور دې و اخېستزه د ې ولاړ کړم زه دې ماشوم کړمسترګه دې وکړه انځور دې واخېستامتحان راغى بې نتيجې شومڅه پښتون رنګى کانکور دې واخېستجانان دې راغى غاړه يې درکړهساحله لاړې ټکور دې واخېست...
03.07.2011
- احمد بختيارساحل
احمد بختيار ساحل د ننګرهار د شاعر زېږې سيمې د ځلمي شعري بهير له څوځوانو مطرح څېرو څخه يو دی .ده د ليونۍ مينې په تار له شعر او ادب سره زړه تړلی ، دی له شعر سره دومره نزدې پاتې شوی لکه دده شعر او شعريت .زموږ د اځلمی شاعر په داسې حال کې راټوکيدلی چې په دې سيمه پړاو په پړاو غبرګې غميزې او غبرګ ناورينونه راغلل او دده د شعر پر سپيڅلي روح يې سوری وغوړاوه او دده د فکري بغاوت شور يې په کې پټ کړ.دساحل شعر شېبه ، شېبه د کره والي پړاوونه وهي او د شعر د پرمختګ بهير يې دومره ګړندی دی...