احمد بختيار ساحل د ننګرهار د شاعر زېږې سيمې د ځلمي شعري بهير له څوځوانو مطرح څېرو څخه يو دی .
ده د ليونۍ مينې په تار له شعر او ادب سره زړه تړلی ، دی له شعر سره دومره نزدې پاتې شوی لکه دده شعر او شعريت .
زموږ د اځلمی شاعر په داسې حال کې راټوکيدلی چې په دې سيمه پړاو په پړاو غبرګې غميزې او غبرګ ناورينونه راغلل او دده د شعر پر سپيڅلي روح يې سوری وغوړاوه او دده د فکري بغاوت شور يې په کې پټ کړ.
دساحل شعر شېبه ، شېبه د کره والي پړاوونه وهي او د شعر د پرمختګ بهير يې دومره ګړندی دی چې بوختې ژورناليستيکې دندې يې هېڅ اغېز نه دی پرې کړی او دا د يو فطرتي شاعر ځآنګړتيا ده نه د يو جذباتي شاعر .
دده د شعر ښاپيرۍ دده په خيال او فکر کې راټوکيدلې کلمې او او الفاظ په خپلو سپيڅلو اوښکو مينځلي او جاويداني کړي يې دي.
آی ! ودرې مخ راواړوه چې لاړه رانه نه شې
تياره راخوره شوې ده رڼا زندۍ کوي
ساحله ! د دلبر ښېرا کې دومره لوی اغېز دی
چې اوس راته په ستونې کې دوعا زندۍ کوي
د ساحل شاعري د وصال په شېبو کې د دوو مينو د زړونو بې واره درزا او بيا د جدايۍ په شېبو کې دهمدې دوه مينو پر زړونو د وصال د شېبو راوريدونکي يادونه دي .
ساحل مينه کړې ،مين شوی او شاعري يې تر ډيره دمينې د بيلابيلو حالتونو او کيفيتونو څرګندويي کوي .
زه چې نيمه شپه غزل ،غزل شمه
څوک راته ډيوه لاسو کې ونيسي .
ځه يو ځلې راسره د زړه خبرې وکړه .
بيا نو که مرمه ګوره بل ارمان به پاتې نه وي .
ساحل که خپله ډيره شاعري د خپل مين زړه لپاره کړې خو خپل اسکيرلی ولس يې هم نه دی هير کړی او دخپل قام برخه يې هم په کې کړې .
ګلابونه دې پردي وړي ليونيه
هر پردى درنه غمي وړي ليونيه
ځينې ورونه دې سپرلي وړي ليونيه
له مينو دې زړګي وړي ليونيه
ساحل تر ډيره د غزل په فورم کې شاعري کړې او عاشقانه شاعري يې کړې ، خو کله ، کله د وخت له نادودو هم په ژوره توګه اغيزمن شوی او ملي احساس يې په غزل کې غزونې کړي دي .
انصاف ورځنې نه غواړي ډوډې ورڅخه غواړی .
زموږ د کلي خلک او رهبر چې مخامخ شي .
او دا دده مجبوري ده :
زه مجبور يمه ساحله !
غم د قام راباندې شوى
د ساحل شعر يواځې ښکلی نه دی بلکه مانا داره هم دی او داسې شعرونه تلپاتې او جاويداني وي.
د ښايست په فلسفې پسې موږ ورک شو
خو فايده ترينه بدرنګ اخلي دلبره .
يو چا ويل چې تش لاس د جانان کوڅې ته مه ځه
يو چا ويل چې نه تلمه ،خو ځان و راسره .
د شور له بازارونو نه په منډه منډه راغلم
دنيا د خاموشۍ نه شوه ،رنګينه راسره
زموږ ددې تاند شاعر په شعر کې د ټولنيز شعور څرکونه هم له ورايه تر سترګو کيږي .
چرته چې پرده دسړي نه کيږي
هلته نو بيا شپه د سړي نه کيږي
د سکون په نامه د ساحل دې شعري ټولګې ته په ځغلنده کتنه کې که ماته له پيغامه ډکې غزلې په نظر راغلې نو يو څه په روايتي انداز کې ليکل شوې غزلې هم په کې شته ، دا دوه بيتونه يې د همدې دوه حالتونو نماينده ګي کوي .
زه که د هر سړي په کارشم مورې!
چې ستا سپرلى نه شومه هيڅ نه شومه
له زړه نه مې د وينو څه عجيبه لارې وشوې
دلبر په کې منډلي وو باڼۀ نه يخيده .
په دې کتاب کې ځينې داسې شعرونه هم شته چې ماته پرې د ابهام او پيچلتيا سوری غوړيدلی ښکاره شو.
ربه استعمار يمه ما وژغوره
زړه باندې بيمار يمه ما وژغوره
خو که هغه شېبې او کيفيات ، چې ساحل ترې دې ته د ورته شعرونو د ويلو پرمهال تير شوی ماته معلوم شی ښايي زه مې خپلې خبرې بيرته واخلم .
ساحل د دپښتو د ځلمي شعري بهير هغه تاند شاعر دی چې په شعر کې يې ورځ په ورځ لوړ خيال ، ژور فکر ، انساني ارزښتونه ، عاطفه مو سيقيت ښکلي شاعرانه او هنري سمبولونه ځان راڅرګندوي. او که د شعر د ښاپيرۍ په لټون دا بې سکونه ورک ليونى شاعر همداسې له شعر سره تړلی پاتې شو نو د خپلې زمانې د يو نماينده شاعر په توګه به تل تر تله ياديږي .
دده پر قلم او ځوانۍ دواړو دې برکت وي
په همدې هيله .
خيرالله خيال
د چنګاښ ۹ مه ! ۱۳۹۰ شمسي هجري.
ننګرهار کليد راډيو
++++++++++++++++++++++++++++++