زما په اړه


فضل ولي ناګار

د ګران (( ساحل )) د شعر (( يوسف ))او زموږ د مصر بازارفضل ولي ناګارنن سبا ، خو داسې وخت دى ، چې هر څه د ژورنالېزم په لښته وهل شوي ، نو شعر غريب به ترې څنګه بچ وي . موږ په پېښو او تقليد ژوند روان کړيدى او دا ځکه هېڅ ډول نوښت او ابداع نه لرو . د انجينرۍ او کرنې له پوهنځيو موهم په نامشروع ډول ژورنالېستان وزېږېدل ، خو دا به زموږ بخت وي ، چې پچه اچوو ، او لال کېږي ، د ښکېلاک دې نور هم لاس خلاص وي ، او شکرونه دي ، چې حلالونې وختل .سکون او ساحل چې څومره تلازم او تناسب لري . زه

18.07.2011 احمد بختيارساحل

[جلال امرخېل

د ساحل پر شاعرۍبل ځاى کې دمه د سړي نه کيږيخپل خواږه ملګري عبدالله شاه ژوندون ته مې دا سندره وليکلهد سيند په غاړه راځه جانانهخړو اوبو ويوړم ماښام دىورته مې وويل چې ژوندونه ګله په دې کليواله سندره کې دې تصوير ته وګوره ، زما خو يې سترګې راډکې کړې ، څومره شهکار او معصوم تصوير په کې دى، هغه له لږ ځنډ وروسته ځواب راکړ.(جلاله پوهيږې په ډيرى کليوالو سندرو او ټپو کې تصوير ولې دومره عاطفوي وي ؟دا ځکه چې په سپيڅلې احساس او پاکه عاطفه ويل شوي وي ، د کلي خلک پاک ز

05.07.2011 احمد بختيارساحل

ډاکټر حبيب الله حکمت

ساحل به تل په سېريز حالت کې و .........ځوان او خوږ ژبى وياند ، شاعر ، ژورناليست او ليکوال زماد ډېرو مودو يار انجينر احمد بختيار ( ساحل ) د ښاغلي محمد حکيم زوى چې پر ١٣٦٥ لمريز کال د کږې ولسوالۍ د بربيار کلي په يوې ديندارې او درنې پښتنې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي .له لومړي ټولګي څخه تر دولسم تولګي پورې زدکړې يې د مياعمر په عالي لېسه کې سرته رسولي او په ١٣٨٥ کال ترې بريالى راوتى د همدې کال د کانکور دازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو ، چې اوس

04.07.2011 احمد بختيارساحل

نورالحبيب نثار

ساحل، د غزل يو بل شاعرپښتنو زلميو کې د غزل شاعران شکر نن سبا ډېر دي. څه موده مخکې مې د جلال امرخېل شعري ټولګه باندې څو کرښې وکاږلې. سمې به وې او که کږې، خو هغه مې د غزل شاعر بللی وو. خوشال يم چې دا ځل د غزل د يوه بل شاعر ښاغلي بختيار ساحل باره کې خبرې کوم.د ساحل شاعري نازکه او نازولې ده. نازکه او نازولې ځکه ده چې زياتره د غزل په قالب کې ده او د محتوا له پلوه د ښه غزل واړه لوازم لري؛ مثلا: د حسن او عشق تذکره او تجربه، شرنګولي آهنګونه، چست او چټک وزنونه، نوي خيالونه او انځورونه، تاز

04.07.2011 احمد بختيارساحل

محمد غني فاروقي

د ښايستونو انځورګرداسې مهال و چې د ښوونځي د ليسې دورې ټولو زده کوونکو سره مې پوره پېژندګلوي نه درلوده هغه زده کوونکي به زموږ د زړه په کور کې ځاى پيدا کاوه چې يا به د بشپړ اخلاقي تهذيب پر ګاڼې سينګار و او يا به يې فطرت تازه تازه د هنرونو سيمې ته د ښکلاګانو نندارې ته هڅاوه احمد بختيار ساحل هم د مياعمر (رح) د ښوونيزروزنيز او فرهنګپال چمن نوى ټوکېدلى ګل و چې د زده کړې ترڅنګ د فطرت مستۍ دده ښکار ته ملا تړلې وه او غوښتل يې چې د هغه مهال د خاموشو غوټيو خولې يې پرانيزي او په نازکه مسکا يې د چمن

04.07.2011 احمد بختيارساحل

شېرحسن کمالزى

ستړى ساحل او د هغه سکونپخوا که به خلکو د ځينو شاعرانو په شعري ټولګو ليکنې کولې ، نو پرشعرونه به يې ارزول او د شاعر په شاعران کمال به يې خبرې کولې ، خو اوس خلک دنورو کتابونو د سريزو له لارې خپلې شخصي تربګنۍ او دښمنۍ پالي او هغه دچا خبره د نورو له اوږو ډزې کوي .نو بختيار ساحل هم خپل ( سکون ) راسپارلى ، خداى دې خير کړي چې له مانه هم هماغې خواته خبره ور کږه نشي .شا او خوا پنځه کاله وړاندې په افغان کېبل کې مو د ځينو ملګرو په ملتيا د ننګرهار ادبي بنډار تر سرليک لاندې اونيزې ادبي ن

04.07.2011 احمد بختيارساحل

اجمل اند

د ساحل دمينې پاڼېد بختيارساحل د شاعرۍ پاڼې او يا په بله ژبه د ساحل د مينې پاڼې مې مخې ته غوړيدلې دي . په دې پاڼو کې ريښتيا يوه نړۍ مينه راټوله شوې ، دا مينه کله د جانان د مينې په بڼه ښکاري ، کله د ولس د مينې په بڼه ، کله د خاورې د مينې په بڼه او کله هم د هغه کوچني ماشوم د مينې په بڼه ده چې د جلال اباد په ټنکنده غرمو کې لوڅې پښې ځغلې او پر لارويو او به ويشي . خو مينه ، مينه ده او دومره مينه ځايول د ساحل په شان پراخ زړه او ټټر غواړي .هو نن زه د مينې پر پاڼ

04.07.2011 احمد بختيارساحل

ډاکټر خيرالله خيال

احمد بختيار ساحل د ننګرهار د شاعر زېږې سيمې د ځلمي شعري بهير له څوځوانو مطرح څېرو څخه يو دی .ده د ليونۍ مينې په تار له شعر او ادب سره زړه تړلی ، دی له شعر سره دومره نزدې پاتې شوی لکه دده شعر او شعريت .زموږ د اځلمی شاعر په داسې حال کې راټوکيدلی چې په دې سيمه پړاو په پړاو غبرګې غميزې او غبرګ ناورينونه راغلل او دده د شعر پر سپيڅلي روح يې سوری وغوړاوه او دده د فکري بغاوت شور يې په کې پټ کړ.دساحل شعر شېبه ، شېبه د کره والي پړاوونه وهي او د شعر د پرمختګ بهير يې دومره ګړندی دی

03.07.2011 احمد بختيارساحل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more