ستړى ساحل او د هغه سکون
پخوا که به خلکو د ځينو شاعرانو په شعري ټولګو ليکنې کولې ، نو پرشعرونه به يې ارزول او د شاعر په شاعران کمال به يې خبرې کولې ، خو اوس خلک دنورو کتابونو د سريزو له لارې خپلې شخصي تربګنۍ او دښمنۍ پالي او هغه دچا خبره د نورو له اوږو ډزې کوي .
نو بختيار ساحل هم خپل ( سکون ) راسپارلى ، خداى دې خير کړي چې له مانه هم هماغې خواته خبره ور کږه نشي .
شا او خوا پنځه کاله وړاندې په افغان کېبل کې مو د ځينو ملګرو په ملتيا د ننګرهار ادبي بنډار تر سرليک لاندې اونيزې ادبي ناستې پيل کړې ، چې د ننګرهار د سيمې ډيرى ځوانان به ورته راتلل . په لومۍ غونډه کې يوه نري او دنګ ځوان ته چې په ادبي غونډو کې مې د لومړي ځل لپاره ليده ، د شعر ويلو بلنه ورکړل شوه ؛ کله چې سټېج ته ورغى نو دغه دوه بيته يې وويل :
د نړۍ خلک ماغزه وخوري پوهان شي
ځمکه ونيسي او پورته تر اسمان شي
زموږ ځوانان چې لږ په ښو او بدو پوى شي
سم د لاسه ټوپک واخلي قومندان شي
که څه هم چې ډېرې چکې ورته وشوې ، خو ماته يې ډېر خوند راکړ . له مشاعرې وروسته مې ځواب ته وويل : هلکه ځوابه ! د ده سترګې شاعرې دي او ښايي په راتلونکې کې يو سر لارى شاعر شي او همدا وړاندوينه مې دا ده په زبات ورسېده ، اوس يې هماغه ( سکون ) زما په مخ کې پروت دى او څو ورځې وروسته به د چاپ په ګاڼه وپسولل شي .
خير ، راځم د بختيار ساحل شاعرۍ ته ، هغه شاعري چې په ساده خو رنګينو ټکو کې يې د خيال تر څنګ په ښکلو کليماتو پېيلو کې لوستونکو ته پيغام وړاندې کړى .
لکه څنګه ، چې اند په خپل شعر کې چينه ، چيناراو سپين غر د سمبولونو په توګه کارولي او شاعري يې ورته کړې ، يا کاروان صيب په خپله شاعرۍ کې له ډېر پخوا د چينار سيوري ته ناست دى او له ښاپيريو سره يې خبرې کړي ، همدا شان ساحل په خپل شعر کې بيا سپوږمۍسمبول ګرځولى ، چې کله ترې په وريځو کې پټه شي او کله بيا له غرونو پناشي ، کله کله داسې هم کېږي ، چې په شپو شپو يې انتظار کوي او له بېلېدو يې وېرېږي :
سپوږمۍ يا ته راشه يا ما درسره پورته بوځه
زموږ ترمنځه د دېوال خبرې ډېرې کېږي
يا :
خلکو لمر او ستوري لاس کې ونيول
ماسره سپوږمۍ وفا ونکړله
يا :
سپوږمۍ خو لاړه سپوږمۍ مخ څادر کې ونغاړلو
ساحل ويده کړئ ساحل هسې شوګيره پاتې دى
ساحل هڅه کړې ، چې په شعر کې تل نوي توکي او مفاهيم وړاندې کړي او له شعاره ځان وژغوري . سره له دې ، چې ساحل د ملګرو او يارانو په منځ کې پاتې او د بنډار سړى دى ، خو په شاعرۍ کې له ملګرو يو څه ګيله من ښکاري :
د خيال څپې مې وچې دي په دښته کې روا ن يم
په زړه باندې مې نه اوري باران لکه ياران
يا:
ما چې په کومو ځان پاچا ګڼلو
هغه ملګري مې اوس کم پالي
يا :
دلته خلک ډېر مغروره دي من من دي
داسې نه ده چې په چا پسې دردمن دي
يوه تشه خوله خندا او مسک برېتونه
دا وګړي بس همدغومره خوږمن دي
خو ځينې وخت چې يې ملګرو سره ساعت تېر شوى بيا نو ترې دا خبرې هېرې شوي او د خوشالۍ احساس يې کړى ، په ملګرو يې شکر ايستى او ويلي يې دي :
دا زه ولې کوى نه شم ، ګذران لکه ياران
هر وختې ښکلووم د خداى قران لکه ياران
د هرې زمانې د سود او زيان کيسه کې نه يم
الله راکړي شکر دى ياران لکه ياران
ساحل په يوې داسې ټولنه کې ژوند کوي ، چې هره شېبه يې له دردونو ، اوښکو او غمونو سره مله ده په همدې موخه هغه يوه حساس او ذهين په توګه ځان په ټولنې نه دى بار کړى بلکې د ټولنې هر غم يې هم په اوږه اخيستى او د خپلې ټولنې د اوسيدونکيو لاسنيوى يې کړ ى .
ساحل ته خپل غمونه هيڅ نه ښکاري
ساحل له هرچا سره غم پالي
ددې ترڅنک ساحل له روانې زمانې سره د خپل ولس نا برابري او وروسته پاتې والى ځوروي او وايي ، چې :
يوويشمه پېړۍ هم پاى ته رسيږي
خو څوک نه ځي له افغان سره په لاره
که څه هم پورته بيت له منطقي پلوه ناسم دى ، ځکه يوويشمه پېړۍ نوې پيل شوې او که د پاى ته رسېدوپرځاى يې پيلېدل راغلي واى ښايي بيت ښه راغلى و ، خو دده فکر د ستايلو دى ، ځکه دى په دې عمر کې هم د شاعر هغه مسووليت ( شاعر د ټولنې سترګې دي يا ژباړن دى ) په ځاى کړى او خپلې ټولنې ته نېکه لار ښيي ، چې نړۍ اوس له تاسو سره په يوه لاره هم نه ځي ، ځکه وروسته پاتې ياستۍ او کله چې شاعر د ټولنې همدغه ستونزې درک کړي او سرو شونډو ، اوربل او ..... په ځاى ورته د نېکمرغۍ او د ټولنې د پرمختګ نسخې ورته ښيي ټولنه يوې ښې لارې ته سوق کولى شي ، چې دا ديوه سالم فکر لرونکي انسان نده ده .
دا د ساحل لومړۍ شعري ټولګه ده ښايي نيمګړتياوې ولري ، ځکه انسان تر خپله وسه پړ دى خو زه پرې څه ځکه نه وايم چې د ښېګړو په پرتله يې نيمګړتياوې کمې دي .
نور نو د لوستونکيو او ( سکون ) ترمنځ دېوال نه جوړېږم خپلې خبرې د ګران بختيار ساحل په دې بيت رانغاړم چې :
يا خو د مور غېږه يا د يار کوڅه
بل ځاى کې دمه د سړي نه کېږي
استاد شېرحسن کمالزى
د ننګرهار عالي دارلمعلمين