د ښايستونو انځورګر
داسې مهال و چې د ښوونځي د ليسې دورې ټولو زده کوونکو سره مې پوره پېژندګلوي نه درلوده هغه زده کوونکي به زموږ د زړه په کور کې ځاى پيدا کاوه چې يا به د بشپړ اخلاقي تهذيب پر ګاڼې سينګار و او يا به يې فطرت تازه تازه د هنرونو سيمې ته د ښکلاګانو نندارې ته هڅاوه احمد بختيار ساحل هم د مياعمر (رح) د ښوونيزروزنيز او فرهنګپال چمن نوى ټوکېدلى ګل و چې د زده کړې ترڅنګ د فطرت مستۍ دده ښکار ته ملا تړلې وه او غوښتل يې چې د هغه مهال د خاموشو غوټيو خولې يې پرانيزي او په نازکه مسکا يې د چمن نور ګلونه هک پک کړي دا داسې حساسې شېبې وې چې ساحل د احساس رڼا دده د خير اوعقل چاپيريال ته په ورو ورو خورېده او شبنم د خاموشۍ په څېر يې دده په زړه کې د محبت د ښار د دودانۍ پيل کاوه حالات که هرڅنګه وو خو د ساحل په هوښېارو او غزل زارو سترګو د بڼو سورى داسې راخور و چې له ورايه په کې د مينې عاجزي ، صميميت او اشنايۍ مشالونه مانيزې رڼاګانې کولې کله کله به يې د فکري او عاطفي تړون يوه يوه بېلګه د ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو ته د علمي او فرهنګي غونډو بهير کې ور اوروله چې د هغوى لخوابه په ګرمو ولولو بدرګه کېده ساحل د وخت په تېرېدو له ښوونځي فارغ او بيا د پوهنتون په انګړ ورننوت خو دفطرت چينې يې لا هماغسې تاندې دي چې د الهام په بلنه ترېنه دده دشعر پېغله ښاپېرۍ منګى په لپو ډکوي .
دساحل شاعري که د الهام هار په غاړه لري نوترڅنګ يې د رياضت خالونه هم په جبين برېښي چې دا دواړه زرين اصلونه يې شاعرۍ ته د پياوړتيا انرژي اوخوږلني بښي . همدا لامل دى چې ډېرغزلونه يې د هنريت ، شعريت مينې ، انځورګرۍ تخيل او پيغام په ګاڼه پسولل شوي دي د نوموړي شاعرۍ کې هېوادنۍ مينه ، د ملي ارزښتونو درناوى ، پښتو اوپښتونوالې سره مينې ته ډېره پاملرنه شوې ده که څه هم چې ساحل لا زلمى دى شاعري يې پخلي ته اړتيا لري خو بيا هم د ژبې د ښکلاييزې برخې د پاللوترڅنګ يې يوشمېر داسې سمبولونه کارولي چې د کليواليزو ، غريزو ، انځورونو په څنګ کې د ښار د ښکلاګانو کيسې هم کوي .
ساحل چې کله د خپل ټپي ټپي هېواد انځورګري کوي بيا نو په هنري ژبه د اقصاني ټولنې اصيل رنګ ته داسې اشاره کوي :
څو سپېڅلي شهېدان مې درته پرېښودل په غېږ کې
ډګ له ننګ افغانستانه دا دې تاسره يادګار وي
ځي له زړه نه مې سرې وينې راشه خال ترې ځانته کېږده
زه چې مړ شومه جانانه دا دې تاسره يادګار وي
دا سمه ده چې هر شاعر د شعر په ظاهري ، تخنيکي يا مانيز جوړښت کې د تخيل پر مټ ځانته کوم معنوي پير او لارښود ټاکلى وي چې يو شمېر شاعران بيا کله کله خپل احساس او الهام د خپل خيالي لارښود فکر او څلي ته سلامي کوي او ځينې نور خو بيا د خپل فکري رهبر سره د فکري ځنځير د تړلو سربېره آن تر لفظي جوړښته لاسنيوى کوي ساحل هم ځانته دوه داسې پيران په نښه کړي چې يو يې د لرې پختونخواه د با احساسه او غيرتمنو پښتنو په زړونو واکمني کوي او بل هغه يې د برې پښتنوانخواه د ددنګو چينارونو اونښترونو له هسکو څوکو څخه د ټولنې د درمنو او ټپي ټپي زړونو انځورګري اوترجماني کوي :
ستا مريدي خيال به يواځې شي بې پيره به شي
ساحله دا دروېش او دا کاروان به پاتې نه وي
دا چې ساحل دافغاني غيرتي او ننګيالې سيمې زېږنده دى او د افغانانو طبيعت کې فطرتاد وطن مينه او وطنپالنې روحيې ژوندۍ وي که هرڅو کړمن او دردمن يې بيا هم د رقيب ټگي نه شي زغملى ساحل هم په ډېره مرموزه او پرده پوښه ژبه باندې د دښمن ماهرانه يرغل ته داسې اشاره کوي :
بس خو چې چمبه لاسو کې ونيسي
زړونو ته لمبه لاسو کې ونيسي
نورو ته د مينې ترانې وايي
ماته سيپاره لاسو کې ونيسي
ساحل چې کله ادبي صنعتونه په شعر کې رانغاړي نو له خورا نازکخيالۍ څخه په کې کار اخلي د بېلګې په ډول يوځاى کې د تلمېح صنعت داسې انځوروي چې لوستونکي د خوشال خټک سره د بې مانا مينې څخه ګانده کې حقيقي او رښتينې مينې لور ته ځير کړي :
چا يې د تورې اوقلم درناوى نه دى کړى
هسې په ژبه دخوشال خبرې ډېرې کېږي
ساحل لا په ګوتو شمېر د عمر څو پسرلي نمانځلي خو فکري ځواک يې دده دعمر وړاندې هېوادني ملي او افغاني دوديز سمبولونه د شعر په مزي کې داسې پييلي چې له يوې لوري د شاعر فطرتي وړتيا او له بل لوري يې تاريخي رياضت په غېږ کې رانغاړي د بېلګې په ډول :
ترڅو چې مينان يو نو کچکول به ګرځوو
غزا ته چې ورځو په غاړه ډول به ګرځوو
هر شاعر خپلو شعرونو کې ځانګړي سمبولونه او يو شمېر داسې نومونه کاروي چې کله يې ياد ښې او کله بدې پايلې لري ساحل هم کله دخپلې مجبورۍ په پلمه په تشبېهي بڼه ديو داسې توتي نوم باندې زړه ته سکون ورکوي چې مذهبي او اخلاقي لحاظ سره ښه تاريخچه نه لري خو شاعران يې د شاعرانه دود له امله شعرونو کې يادوي :
چاره مو نشته شوګيرو مو سترګې وخوړلې
اوس شپې د بنګو په نشه د چا په ياد تېروو
ساحل د خپلې ټولنې د انځور کاږلو فن کې نا اشنا مهارتونه کاروي کله چې اساسات اوارزښتونه يادوي او کله چې بيا زړونو دناچارو سوداګرو لخوا دانساني ښکلاګانو د سمبولونو پلورونکى داسې په نښه کوي :
څه ناعلاجه زمانه ده خلک زړه خرڅوي
د څو روپيو په بدله کې سپينه خوله خرڅوي
په انساني ارزښتونو مين ساحل که زړونو سوداګرو سره په فکري ډول د مخالفت سنګر نيسي خو ها خوا د عاشقانه مينې خواږه او ګران بيه سمبولونه داسې نمانځي :
يوغزل او يو سلام د مينې نښه
د هر ښکلي احترام د مينې نښه
د بل غم سره داوښکو لارې لارې
په ګلونو باندې پام د مينې نښه
په کوڅه کې يو هلک د ونې شاته
او جينۍ ناسته په بام د مينې نښه
د مشرانو د خبرو اورېدنه
د ماشوم په خوله پيغام د مينې نښه
د دې لالهانده نړۍ غېږ کې هر انسان دارام ژوندارمان په زړه کې لري خو د ډېرو د ارمانونو غوټۍ هماغسې غوټۍ پاتې او دوى ترېنه دبرزخي نړۍ په لور کډې وتړي . ساحل چې کله د ژوند له تړاونو ستړى ستومانه شي نو داسې انګيري چې سکون به برزخي کور کې وي :
کله چې ساحله سترګې پټې کړي
هله به ارام ته سړى ورسي
د ساحل ځينې غزلې د ګلونو د بڼ په څېر په رنګارنګ پيغامونو او ښايستونو پسوللې ښکاري چې د خوږ و لفظونو هره غونچه يې د ګل په څېر په خاموشه ژبه لوستونکو ته غزليزه وياندويي کوي لکه :
نه ګرځي ګلونه پسې نه ګرځي
خلک د چا زړونو پسې نه ګرځي
ښکلي په لفظونو باندې زړه ساتي
ښکي په شعرونو پسې نه ګرځي
هر پردى زموږ دغرونو تږى دى
څوک د چا غمونو پسې نه ګرځي
هېڅوک دلته روغه سټه نه غواړي
هېڅوک په سرونو پسې نه ګرځي
زلمى شاعر کله کله ډېره ناهلي ښکاره کوي او د انسانيت د اصل بڼې د رنګ د پيکه کېدا لامل اندېښمن کېږي نوموړى دبل انسان د زړه جونګړې ته درسېدلو کمال اوهنر ته ژمن دى دا چې دا مهال انسانان له دې ګټور هنر څخه بې برخې او ناخبره دي د همدې له امله د ناهيلۍ غږ داسې کوي :
خلکو وکړلې د غرونو منځ کې لارې
مونږ ونه شول کړاى د زړونو منځ کې لارې
ساحل چې کله د الهام په اشارو دژوند ناوې ته د لونګو اميل په کار بولي نو ترڅنګ يې د ژوند له ناخوالو داسې سرټوکي چې آن زمانې ته هم د بدرنګه کليمه کاروي ، زمانې ته بد او بدرنګه کليمې کارول يو شمېر شاعرانو شاعرانه دود دى خو دا داسې دود دى چې اسلام کې زمانې ته بد ويل د کنځلو په نوم نومول شوى دى او داسې کنځل چې نسبت يې د کايناتو خالق ته کېږي شاعران به داسې کليمو ته ډول ډول تعبيرونه ګوري خو د شرعي اساساتو په وړاندې يې تعبير د سيلاب مخې ته د شګو د پل بڼه لري ، ګران ساحل ته مې سپارښتنه دا ده چې د عقيدې اوقلم سپېڅلتيا او عفت ته تل لپاره ژمن پاتې شي اودقلمي اخلاق تقدس ترڅنګ شاعرانه تقدس ته درناوى هم خپل مسوليت وګڼي نوموړى دلونګين اشنا هيلې سره د زمانې او خلکو عکس العمل د خپل ځان په وړاندې داسې انځوروي :
د ژوند دخوشبويۍ لپاره ښه لونګ په کار د ي
که خداى چېرې نېږدې کړي لونګينه راسره
ساحله يو بدرنګه زمانه کې پيدا شوي
دا خلک او حالات چې دي بدبينه راسره
د نړۍ د جفا تاريخ هر وګړي ته روښانه دى هرڅوک پوهيږي چې د دنيا کور د مېلمستون بڼه لري هر څوک ترېنه درومي خو ددې هرڅه ترڅنګه د دنيا ناولى ځان په داسې ګاڼه سينګاروي چې څوک له دين اوڅوک له زړګي نه خلاصوي چې ساحل ددې کوډګرې ماهرانه مکر ورک کړى او ددې د رنګينيو د ګل ورين انقلاب په جفا او فنا پوه شوى دى نو ځکه يې د زړونو د قاتلې اوبنګړيوالې سره په ملګرتيا تورنوي :
اوس چې زړه دې رانه وويست لږ يې پرېږده
خير دى داسې يې دستي په لاس کې مه وړه
له زړګي نه مې سرې وينې رابهيږي
مړه شې مړه شې سره بنګړي په لاس کې مه وړه
نه ، ساحله چې د ښکلو ناز دې نه زده
بيا نو ته هم سپېلني په لاس کې مه وړه
په هر حال د ساحل د سکون بڼ رنګارنګ ګلونه لري يو داسې څوک چې نه يې دشاعرانه صنعتونو کاروبار کړى وي او نه يې د تخيل اوتشبيه په ګودرونو يارانه کړې وي ګرانه ده چې د بڼ د ټولو ګلونو ځانګړې ښېګڼې اوبدګڼې دې په نښه کړي او په دې اړه دې عادلانه پرېکړه وکړي مايواځې د ساحل سره د مينې په بنسټ د سکون پاڼې اړولي او شنه پاڼه دفقير ډالۍ په بڼه مې پرې يو څو کرښې ليکلي په پاى کې د احمد بختيار ساحل د ښې رڼې راتلونکې اولازياتې خوږې او پخې شاعرۍ په هيله د کايناتو خالق ته ددوعا لاسونه لپه کوم اوساحل د هېواد د نوميالي ليکوال او شاعر قيام الدين خاد په څو بيتونو خپل برخليک ځلونې ته رابولم :
يا د بل پسې روان شه
يا نور ځان پسې روان کړه
ښه پوهېږمه هوښيار يې
سړيتوب غواړ ې جهان کې
يا څاروان دقافلې شه
يا روان شه په کاروان کې
په مينه
محمد غني فاروقي
جلال کوټ
مرستون څلو لارى
مسجد مېنه
٢٧ _ ١ _ ٢٠١١