ساحل به تل په سېريز حالت کې و .........

ځوان او خوږ ژبى وياند ، شاعر ، ژورناليست او ليکوال زماد ډېرو مودو يار انجينر احمد بختيار ( ساحل ) د ښاغلي محمد حکيم زوى چې پر ١٣٦٥ لمريز کال د کږې ولسوالۍ د بربيار کلي په يوې ديندارې او درنې پښتنې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي .
له لومړي ټولګي څخه تر دولسم تولګي پورې زدکړې يې د مياعمر په عالي لېسه کې سرته رسولي او په ١٣٨٥ کال ترې بريالى راوتى د همدې کال د کانکور دازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو ، چې اوس مهال د همدې پوهنځي د وروستي کال محصل دى .
بختيار ساحل زما ډېر پخوانى ملګرى او په لېسه کې مې ټولګيوال هم و ، څرنګه چې ننګرهار ښکلى او شاعرانه ځاى دى ، د شاعرانو او هنرپالو خلکو کور او د ادب زانګو ده ، نو ساحل هم د همدې ځمکې هستوګن دى او په دې هنري ټالونو کې له پيله زنګل زده ول .
ده له کوچينوالي له شعر او شاعرانو سره مينه درلوده ، په مجلو اخبارونو کې به يې د شاعرانو شعرونه لوستل کله کله به يې همدا شعرونو په لېسه کې په اونيزو فرهنګي غونډو او مشاعرو کې ويل .
هماغه شوق او علاقه وه چې کله دى د لسم ټولګي زده کوونکى و د شعرو او ادب بهر ته يې ودانګل او شعر ليکل يې پيل کړل چې په دې برخه کې بايد د تکړه شاعر استا احسان لله توفانزي ، استاد حبيب الله زړه سواند او استاد محمد غني فاروقي هڅې او لوريينې هېرې نه شي .
مونږ به چې کله کوم شعر وليکه نو بيا به مو توفانزي صيب ته وښود هغه به په اخبارونو کې راته چاپاوه او مونږ به يې نور هم ډاډه کولو او وروسته يې بيا راته زړه سواند صيب په ګوته کړ چې هڅو يې ساحل دې ځاى ته را ورساوه .
يو مهال داسې راغى چې په لېسه کې به غونډې جوړېدې او خلکو به په کې شعرونه ويل چې يوه ورځ ساحل هم په کې خپل نوم ورکړى و په همغه ورځ يې چې شعر ووايه نو بيا به هره ورځ خلکو له دغه څخه غوښتنه کوله ترڅو په دريځ شعرووايه په لېسه کې يې شهرت او عزت ورځ تر بلې ډېرېده چې بلاخره ساحل يواځې د ليسې شاعر پاتې نه شو او په ننګرهار اوسيمه کې هم خلکو وپېژاند چې بيا يې سر ان تر لريو لريو ځايونو ورسېد .
د ساحل يوه خاصه ځانګړنه دا وه چې که په لېسه کې به ازموينه هم وه خو چې چېرته به مشاعره وه نو ساحل به بيا د ټينګې نه و ما ورته ويل چې هلکه د لېسې په دوره کې لږ پام کوه خو ده به ويل چې زه ډېر پام کوم خو زړه مې تخنيږي او که دې مشاعرې ته لاړ نه شم نو په زړه به مې ارمان پاتې شي .
ساحل هر ډول شعر ليکلى شي خو غزل يې ډېر خوښ دى چې ښه وړاندې هم په کې تللى دى بايد يوه يادونه وکړم چې که ټپيزې وړاندې هر چا ليکلي وي خو په ننګرهار کې يواځينى سړى ساحل و چې د نارنج ګل په کلنۍ مشاعره کې يې وويلې .
کله نا کله ژباړې هم کوي چې ښه بېلګه يې د پرويز قاضي سعيد ( سبا به بيا غېږې له درشم ) د ناول پښتو ژباړه ده چې چا پ شوې هم ده .
د ساحل د شعر يوه بله ځانګړنه دا وه چې سادګي يې ډېره لرله او د هرچا په زړه به ډېر ژر کېناست او په همدې خاطر به يې يو شعر په څو مجلو کې چاپېده .
د شعر مطالعه به يې چې کوله د ارواښاد صاحب شاه صابر کتاب په لاس کې ، د شاه سعود کتاب په جب کې او د اجمل اند کتاب به يې په څنګ کې نيولى و او په لاره به يې اکثره د دې درې شاعرانو شعرونه ويل مونږ ته به ډېر عجېب ښکارېده .
يوه بله خاطره به يې هم ووايم چې په پيل کې يې له ښوونځي سره ډېره ډډه نه لګېده خو چې کله يې د خياطۍ کسب هم زده کړ نو په کار کولو کې پرې لږې سختۍ راغلې نو په همدې خاطر يې بېرته د ښوونځي سره مينه ډېره شوه او بيا تر پايه يې ښوونځي په مينه ولوست .
د ساحل ډېر زيات عادتونه دي يو عادت يې دا هم دى چې يو خو څوک پرې نه پوهيږي چې دى غوصه وي خپه وي او که عادي خو چې ور ګورې دا درېواړه حالتونه په کې ښکاري سړى به ورته حيران شي ، په ملګرتيا کې تکړه دى د نيمې خولې سړى دى چې غږ پرې وکړې نه يې په خوله کې نه وي له ملګري سر ځاروي خو له هغه ملګري چې دده ورسره لګي ، په انسان پېژندنه کې هم خورا تکړه دى زه به چې کله هم له کوم نوي ملګري سره دده ترڅنګ ورغلم ويل به يې چې دا سړى يا ملګرتيا کولاى شي او يا يې هم نه شي کولاى .
دى يو مهال د ځولۍ مجلې مسول مدير و چې وروسته يې دغې مجلې ته د چينې نوم ورکړ او تر اوسه پورې خپريږي همدارنګه اوس مهال په کليد راډيو کې هم دنده لري چې يو شمېر خپرونې پرمخ بيا يي .
سکون د ساحل لومړنۍ شعري ټولګه ده چې چاپيږي زه ورته ددې ټولګې د چاپېدا له امله د زړه له تله مبارکي وايم او په دې هيله يم چې يو مهال يې دېوان په لاس کې ولرم . اوس همدومره
په مينه
ډاکټر حبيب الله (( حکمت ))
د ننګرهار طب پوهنځى
١٣٨٩_ ٨ _ ١٤