د ساحل پر شاعرۍ
بل ځاى کې دمه د سړي نه کيږي
خپل خواږه ملګري عبدالله شاه ژوندون ته مې دا سندره وليکله
د سيند په غاړه راځه جانانه
خړو اوبو ويوړم ماښام دى
ورته مې وويل چې ژوندونه ګله په دې کليواله سندره کې دې تصوير ته وګوره ، زما خو يې سترګې راډکې کړې ، څومره شهکار او معصوم تصوير په کې دى، هغه له لږ ځنډ وروسته ځواب راکړ.
(جلاله پوهيږې په ډيرى کليوالو سندرو او ټپو کې تصوير ولې دومره عاطفوي وي ؟
دا ځکه چې په سپيڅلې احساس او پاکه عاطفه ويل شوي وي ، د کلي خلک پاک زړونه لري هر څه چې يې ليدلي هغه يې په سندره او لنډۍ کې داسې ځاى په ځاى کړي چې دې ته يې اړتيا نه ده پيدا شوې چې په فکر سره کوم انځور جوړ کړي او بيا شاعرانه الفاظ ورته پيدا کړي او وروسته يې شعر کړي . بس ساده ژبه او ساده خبري يې په سپيڅلې مينه شعر شي . نو ولي به تل پاتې انځور نه ترې جوړيږي.)
زه همدا خبرې د بختيار ساحل په شاعرۍ کوم ، خو دا ورسره اضافه کوم چې د ساحل شاعري که په پاک زړه او سپيڅلو عواطفو شوې ، ورسره يې د شاعرانه الفاظو په انتخاب کې هم ښه خواري کړې.
د شعر په اړه ما تل د ابتدايي ټولګيو د کتابونو په تعريف بسنه کړې چې وايي ( شعر هغه موزونې کليمې دي چې له يوه خوږمن زړه نه راپورته شي او په بل خوږمن زړه اثر وکړي).
زما په اند د شعر لپاره همدا تعريف پوره دى ، که د بل چا لپاره نه وي پوره خو د ساحل لپاره همدا تعريف پوره ځکه دى چې د ساحل ټوله شاعري د هغه له خوږمن زړه څخه راپورته کيږي او په نورو خوږمنو زړونو اغيزه شيندي.
د فکري تنقيد اصل دا دى چې که څوک په شعر کې په ډيرو تعريفونو ، صنعتونو ، فنونو، کنايو منايو او نورو بلا بدترو پسې وګرځيد نو د شعر نازک هډوکي به ورمات کړي ، شعر د ناز او نزاکت ژبه ده ، شعر نازکه دى ، بايد د شعر نزاکت او نازکيت په درندو کليمو او بې ځايه لغت پرانۍ خراب نه کړو ، له بده مرغه نن سبا ځيني ملګري په شعر کې د نوښت په هڅه د شعر ژبه دومره درنده او پيچلې کړې ، چې شعر به درته شعر کم او د استاد زيار ليکنه ډيره ښکاره شي.

خو ساحل داسې نه کوي ، ساحل نه په شعر کې د نوښت له غمه لغت پراني کوي ، نه د شعر په نازکو اوږو باندې د پيغام درانده پنډونه باروي ، نه خو په شعر کې د انځور مخ په بې معنا او مصنوعي رنګونو رنګوي، بلکې د خپل زړه خبره او د خپل زړه درد په ډيرو ساده او نازکو خو شاعرانه لفظونو خلکو ته وړاندې کوي ځکه خو د ډيرو خلکو د خوښې وړ ګرځي.
خبره اوږده نه شي ، غواړم ووايم د ساحل شاعري د هغه د پاک او مئين زړه محصول ده ، هماغسې لکه ژوندون صيب چې په کليوالو سندرو او ټپو کې د تلپاتې تصوير راز را په ګوته کوي ، دغسې د ساحل د شاعرۍ اغيز هم د هغه د پاک او درديدلي زړه له برکته دى.
ستا دنظر غشي چې نه ودريږي
ياره ! زما به آخر زړه ودريږي
ساحله! نوې هيلې زړه ته راشي
سپوږمۍ چې کله هم په غره ودريږي
د سپوږمۍ پر غره ودريدل ، يا پر غره راختل کومه نوې خبره نه ده ، ولسي ادب دا تصوير ډير لري ، خو له دې تصوير سره د نويو هيلو د زړه ته راتلو خيال د ساحل له خپلې تجربې سرچينه اخلي.
د نني دور د تنقيد اهمه غوښتنه دا ده چې د فني تنقيد په پرتله د فکري تنقيد پله ډيره وپالو ، زه به هم کوښښ وکړم چې د ساحل په شاعرۍ کې له فني اړخونو ورتير شم او د ساحل په فکري خوا يو څه ووايم.
ساحل يو له هغو شاعرانو څخه دى چې په دې لمبه لمبه ماحول کې لا هم د مينې او محبت سندرې وايي ، لا يې هم د خپل فکر ډيوه بله ساتلې او غواړي په ولس کې د روانو اورونو د مخنيوي او کم تاثيره کولو په مقابل کې د شعر له لارې په شعوري ډول کار وکړي.
په دې لمبه لمبه او باروتي ماحول کې د مينې سندرې ويل وړه خبره نه ده ، د دې سندرو ويل هم جرات غواړي هم د شاعر د زړه سپيڅلتيا ، که داسې نه شي نو بيا به شاعري هم د لمبو او باروتو په لوګيو ککړه شي.
د ساحل شاعري د ځنو نورو مشرقي ميشتو شاعرانو يا کابل ميشتو درباري شاعرانو په څېر د جديدو غوښتنو لپاره په شعار نه ده بدله شوې ، تر پايه يې خپله شاعره اروا پاللې او شعر يې شعر پاتې شوى.

اوس هر چاته سلام کول د ژوند کولو لاره
پخوا خو که ګېله که بهانه وه زړه کې زور و
ګودر و چټې پېغلې وې لمر مخي هلکان و
سندره وه ټپه وه ترانه وه زړه کې زور
ساحل د جديد دور د غوښتنو پر اساس د خپلې ټولنې د انسان د فطري خواصو په بدلون خواشينى دى ، وايي که پخوا مو يو له بله ګيلې کولې که مو بهانې کولې په زړونو کې مو د مينې زور و ، په زړونو کې مو شوخي او مستي وه خو نن مو د زړونو زور اوبه دى ، داسې اوبه دى چې د ژوند او مينې کړه وړه مو ايله تر يوه سلام راغلي دي، دا غم ښاغلى اجمل اند هم ژړولى دى خو لږ په څه بل انداز
کور دې ودان د ژوند په چل دې پوه کړم
نور په احتياط پر لاره ګام اخلم
که څوک مې ښه راځي که بد مې راځي
په مسکه خوله به يې سلام اخلم
وايي شاعر د ټولنې لپاره لکه د سترګو مثال لري ، غني خان وايي د شاعر په تن پوټکى نه وي ، که دا دواړه خبرې سره يو ځاى کړو نو ويلى شو چې شاعر هغه څوک دى چې ټولنې ته ورپيښ دردونه تر هر چا دمخه حس کوي او ګوري ، بيا يې بيرته ټولنې ته د يوه پيغام په شکل وړاندې کوي ، په ټولنه کې د هغه درد او بدبختۍ د لاملونو او اصلاح فکر شيندي خلک خبروي چې دغسې يوه بلا پر مونږ نازله ده ، خلک له يوې ميلي او ټولنيزې بدبختۍ نه خبرول د نثر په پرتله د شعر په ژبه ډير اغيز شيندي او ولس ورسره د بيدارۍ په لور حرکت کوي. د شاعر مسوليت همدومره وي چې خلک خبر کړي نور نو د ځواب صيب په وينا
پر ما همدا فرض دي چې خلک له رښتيا خبر کړم
نور ملامت نه يم شاعر خو پيغمبر نه وي
ساحل هم خپل فرض پوره کړى ، خلک يې له رښتيا خبر کړي، خپله وجداني دنده يې سر ته رسولې ده .
د نړۍ خلک ماغزه وخوري پوهان شي
ځمکه ونيسي او پورته تر اسمان شي
زموږ ځوانان چې لږ په ښه او بدو پوى شي
سم د لاسه ټوپک واخلي قومندان شي

ساحل له شاعرۍ سره سره په کرنيزو زده کړو هم لګيا دى ، اوس به يې د پوهنتون دوره پوره کړې وي ، ورته هيله من يم چې د کرنې برخه کې هم ښې لاس ته راوړنې ولري.
د ساحل په شاعرۍ کې ځنو ټولنيزو غوښتنو او ستونزو ته د هغه اقتصادي ليدلورى هم د پام وړ دى.
نوره نړۍ دماشومانو زړونه لاس کې ساتي
زمونږ ماشومان خو يا اوبه او يا سابه خرڅوي
ازاد بازار دى نو سړى به په کې څه ووايي
څوک سپين اوسره راوړي او څوک په کې واړه خرڅوي
زمونږه پېغلې ډکې سترګې ګرځوي له اوښکو
خو ګاونډي په اعظمي بيه رانجه خرڅوي
منم ساحله چې غمو به يې په سر اخيستى
خو باور وکړه خلک خپل کورونه نه خرڅوي
په دې شعر کې له شعريت سره سره د شاعر اقتصادي مفاهيم ( ازاد بازار ، اعظمي بيه ، د کورونو خرڅلاو ، د اوبو او سابو خرڅول، د ماشومانو خرڅول ) بيا دې هر څه ته شاعرانه او عاطفوي رنګونه ورکول زما لپاره د پام وړ دي.
په نړۍ کې درې ډوله هيوادونه دي ، لومړى درجه هېوادونه چې د خپلو اساسي توکيو ( خوړو ، اوبو ، زده کړو ، د ناروغيو د وقايې ، بريښنا ، ......) تر څنګ عالي او عصري توکيو ته هم لاس رسى لري ، عالي او عصري توکي هغه دي چې کومه عاجله اړتيا نه ورته ليدل کيږي خو په کومه ټولنه کې چې ژوند کوو ، له هماغې ټولنې سره په تګ کې د وروسته نه پاتې کېدو له امله يې غواړو چې ويې لرو ، لکه ټلويزون ، سي ډي ، کمپيوټر، موټر...... دويمه درجه هيوادونه هغه دي چې يوازې د ژوند اساسي اړتياو ته لاس رسى لري او درېيمه درجه هيوادونه يې هغه دي چې د ژوند اساسي اړتياو ته هم پوره لاس رسى و نه لري ، او لکه څنګه يې چې ساحل په شعر کې يادوي ، دغسې د خپل ژوند د بقا لپاره يا په کې د ماشومانو خرڅلاو دود وي ، يا په ماشومانو شاقه کارونه ،چې زموږ ټولنه او هيواد لا هم په همدې بدبختۍ کې ګير دى او لا هم په کراتو کراتو د نړۍ په درېيمه درجه هيوادونو کې شمارل کيږي.
په دې هر څه د پوهېدو باوجود په دې هم وياړي چې که موږ ته سل او زر بدبختۍ را تر غاړې دي خو بيا هم زما ولس د نورو ډيرو په پرتله ښه دى ، له ولږې ځان وژني ، خو ضميرونه او وجدانونه نه خرڅوي ، وايي چې غريب ښه يم خو بې غيرته ښه نه يم ، ساحل خپل ولس ته هيله هم ورکوي ډاډ هم.
د مسلمان بچي دکفر تر سرايه نه ځي
که ټول له لوږې مري خو بياهم تر بډايه نه ځي
لکه زخمي سپاهي به خامخا پرېوځي آخر
څوک چې دمينې په لار ځي او بيا تر پايه نه ځي
ساحل لا زلمى دى ، طبعان چې په شعر کې به يې د عشقي او روماني شاعرۍ پله درنده وي ، د ساحل ډيرې غزلې د هغه د ځوانې او مستې مينې شرنګيدلي ترنمونه دي ، د ساحل شاعري به د هغه همزولي ځکه ډيره خوښوي چې د ډيرو د زړونو خبرې ورسره يو شان دي ، د ډيرو هيلې او ارمانونه ورسره يو شان دي ، بالاخره د ډيرو حالتونه ورسره يو شان دي.
يو غزل او يو سلام د مينې نښه
د هر ښکلي احترام د مينې نښه
د بل غم سره د اوښکولارې لارې
په ګلونو باندې پام د مينې نښه
په کوڅه کې يو هلک د ونې شاته
او جينۍ ناسته په بام د مينې نښه

......................

خلکو وکړلې د غرونو منځ کې لارې
مونږ ونه شوې کړى د زړونو منځ کې لارې
د ساحل ډيره شاعري د مينې او محبت پر مدار راڅرخي ، چې همدا يې د بريا راز هم دى، همدا په دې اورورين ماحول کې د شاعر دنده او مسوليت هم دى او همدا د رسالت ترسره کول هم.
ساحل د يوه ښه شاعر تر څنګ يو خوږ ملګرى هم دى ، په چاپ شوې شعري ټولګه ( سکون ) کې يې ځاى په ځاى خپلو خوږو دوستانو لکه استاد کمالزى ، اند لالا ، ارواښاد فرهاد ، قرار صيب ، نصرت الهام ، وياړ صيب او ځنو نورو دوستانو سره مينه او عقيدت معلوميږي.

که څه هم چې له افغانستان سره وير شعر ،يا پښتنه پېغله شعر يا دغسې د ګوتو په شمار يو څو نور شعرونه يې د جذباتو ښکار شوي خو زه يې په شاعرۍ کې له ځنو فکري او فني تيروتنو ورتيريږم ځکه چې دا يې لومړنۍ هڅه ده، نه غواړم ټکنى يې کړم او اوس ساحل هم شکر په لږه موده کې دې مرحلې ته رسيدلى چې په خپلو پخوانو شعرونو نظر تير کړي ، خپلې نيمګړتياوې خپله هم معلومولى شي او باور لرم چې نور ملګري به هم ورباندې خبرې وکړي.
ياخو د مور غېږه يا د يار کوڅه
بل ځاى کې دمه د سړي نه کيږي
په ټوله مينه