خلک مړه دي زه د مړو سر ته ناست يم
خدايه پاکه چې دا زه به چرته ناست يم
په کابل مې يرغلګرو ګونډې کېښوې
زه لا پوى نه يمه خړ خيبر ته ناست يم
زه ، خو زړه خورمه چې ښکلو پسې نه ځم
چې اوس ولې ستا ښايسته بشر ته ناست يم
يا مې خپل که يا مې زړه راباندې مات که
ستا په لاس يم ياره ستا نظر ته ناست يم
نور سحر دى پابندي په جونو نه وي
پاڅه اوس دې هم بند کړي ور ته ناست يم
خوله دې نه اخلمه سترګو ته دې ګورم
خير دى راشه که نه يار بهر ته ناست يم
خلکو ، خلکو سره ژوند وکه ساحله
زه تر اوسه پورې يو نفر ته ناست يم