د ګران (( ساحل )) د شعر (( يوسف ))
او زموږ د مصر بازار
فضل ولي ناګار
نن سبا ، خو داسې وخت دى ، چې هر څه د ژورنالېزم په لښته وهل شوي ، نو شعر غريب به ترې څنګه بچ وي . موږ په پېښو او تقليد ژوند روان کړيدى او دا ځکه هېڅ ډول نوښت او ابداع نه لرو . د انجينرۍ او کرنې له پوهنځيو موهم په نامشروع ډول ژورنالېستان وزېږېدل ، خو دا به زموږ بخت وي ، چې پچه اچوو ، او لال کېږي ، د ښکېلاک دې نور هم لاس خلاص وي ، او شکرونه دي ، چې حلالونې وختل .
سکون او ساحل چې څومره تلازم او تناسب لري . زه ګروهمن يم ، چې همدغسې به زموږ د مصر په بازار کې د ښاغلي بختيار د شعر (( يوسف )) بدرګه شي . ماته دده شعر دده ونډه خپلې خبرې څرګندې شوې . ځکه يې خپلې ټولنې ته رحمت او نعمت ګڼم ، موږ ته حکم دى ، چې (( واما بنعمت ربک فحدث )) د خپل مهربانه رب په نعمتونو وګړېږه ، زه يې پدې دليل هم د خداى نعمت ګڼم ، چې د يوه داسې غيرتي ولس د ستر ارمان او اسمانڅکې ارادې استاځي او ترجماني کوي ، چې تل يې د اسلام له پاره تورې وهلي دي ، وګورئ !
د مسلمان بچي د کفر تر سرايه نه ځي
که ټول له لوږې مري ، خو بيا هم تر بډايه نه ځي
++++++
مينه کې اسلام ته سړى ورسي
څومره لوړ مقام ته سړى ورسي
++++++++
سره کفار راغلي دي او وژني مې
پروت په لويه لار يمه ما وژغوره
څوک به دانيوکه هم وکړي ، چې په دې شعرونو کې هنريت نه شته ، خو هنر دښکلا په مانا د وخت مفکورې ، نړۍ ليد او تاريخ له مخې بېلابېل رنګونه او تعبيرونه لري . او که داسې نه وى ، نو د لويديځ څېړونکو به په (( ګلشن دوه )) او د پښتونخوا د شعر په هاروبهار کې يواځې جنګي او حماسي سندرې نه راټولولى ، که نه هلته زنځيري چاربيتې او داسې ډېر نظمونه لرو ، چې د فن او هنر له مخې يې په سترو شاعريو کې شمېرلى شي .
هغه څه چې د ښاغلي ساحل په شاعرۍ کې ماته ډېر ښکلي اود پام وړ ښکاره شول ، هغه دادي ، چې له ښکلا سره د مينې پر وخت يې اخلاقي او کولتوري پولې نه دي نړولي ، شاعري يې پدې هم ارزښتمنه ده ، چې تېزه مشاهده لري ، او کله چې په شعر کې انځور شي ، نو تقليد نه ګڼل کېږي ، يوه بېلګه يې دا ده :
چرته چې پرده د سړي نه کېږي
هلته نو بيا شپه د سړي نه کېږي
د شپې نه کېدلو له پاره ډېرې حساسې کليمې نورې هم وې ، لکه مرګ ، ولږه ، زندان ، خو کوم ځواک چې په پرده کې دى ، او څومره زموږ د ټولنيزو اقدارو هنداره ده ،
داسې يې نور ټکي نه شي نځورولى . که نه زموږ يو ستر شاعر لا ډېر پخوا اروښاد مولانا عبدالقادر ته ليکلي وو ، چې :
خېټه لېونۍ ده سړى هر طرف ته بيايي
صراف وي د مشګڼو ، خو پردي څاروي به پيايي
د ساحل د شعر يوه ښېګړه دا هم ده ، چې ځينې دود شوي اصطلاحات ( نومونې ) لکه چنار ، منګى ، نښتر او ګورګورې ډېرې نه کاروي ، شک نشته ، چې ځينو شاعرانو به ورته سمبوليک او انځوريز ډول او مقام ورکړى وي ، خو مقلدينو ترې هسې ناره جوړه کړې ، چې ډېر پيکه او بې خونده لګي حمزه بابا دغسې شعرونه مهمل بولي ، خپل يوغزل چې د ځلمو شاعرانو د پوهې د امتحان له پاره يې ليکلى مطلع يې دا ده :
نبضونه د ژوندون چې د ارمان په مخ ځليږي
نمرونه د وحشت مې د ګرېوان په مخ ځلېږي
اغزي چې مخ په پورته اشارې کړي بړبوکو ته
يو کيف او مسرت د بيابان په مخ ځليږي
او مهمل په دې مانا چې هېڅ ډول غايه او مرام نه لري .
ساحل په ټوليز ډول خپله شاعري پر معنويت څپانده ساتلې ، نيوکه يې هم ترشا د عواطفو او ټولنيزو مفاهېمو يوه نړۍ بدرګه لري :
څومره به بې مينې وى که ښار کې وى
ښه دى چې ساحل ، خو هم د کلي دى
زه د درانه ساحل د (( سکون )) له مخکتنې ناوخته خبر شوم ، نو ځکه دا ماتې ګوډې دده د شعر د (( يوسف )) بيه نه ، بکلې د مصر د هغې بوډۍ د مالوچو څو پاغوندې ګڼم ، چې ځان يې پرې د يوسف په پيرونکو کې وشمېره .